د امریکا خارجه وزیر د ایران په اړه خبرو دپاره روس ته ځي

مایک پامپیو نن د یکشنبې/اتوار په ورځ، مسکو ته ځي چې د امریکې د خارجه وزیر په توگه یې روس ته دا لومړنی سفر گڼل کیږي.

په دې سفر کې به ښاغلی پامپیو له روس چارواکو سره د ایران په اړه خبرې وکړي. امریکا تیر کال د جوهري وسلو د پروگرام په تړاو د ایران او نړېوالو قدرتمندو هیوادونو له لوظنامې څخه ووت او له هغه وروسته یې پر ایران فشارونه هم زیات کړل چې د ایران لخوا هم ورته غبرگونونه وښودل شول.

اوس چې د امریکا خارجه وزیر مسکو ته په سفر روان دی، په فارس خلیج کې د امریکا سمندري او هوایي ځواکونه په پیاوړي کیدو دي. امریکا د دې گام دلیل، د ایران او یا د ایران پلوو ډلو لخوا د امریکا پر گټو د برید خطر په گوته کړی دی.

په دې وروستیو ورځو کې امریکا خپله یوه ستره بیړۍ چې جنگي جهازونه ترې الوتلی شي، خلیج ته واستوله او همدا راز بي ـ ٥٢ ډوله جنگي طیارې یې هم منځني ختیځ ته ولېږلې.

د دې ترڅنگ، پنټاگان د میزاییلو د دفاع پاټریوټ سیسټم او نورې جنگي بیړۍ هم فارس خلیج ته استولي دي.

د امریکا د دغو گامونو په وړاندې، روس غبرگون ښودلی او د هغه هیواد خارجه وزیر سرگئي لاوروف پر امریکا غږ کړی چې له تهران سره دې خپله لانجه، د جنگ له لارې نه بلکې د ډیپلوماسۍ له لارې هواره کړي.

بل پلو په ایران کې د انقلابي دستې (سپاه پاسداران) لوی کمانډر د پارلمان یوې پټې جلسې ته ویلي چې ایران د یو احتمالي جنگ دپاره تیاری نیولی دی.

د ایران په پارلمان کې د امنیت او بهرني سیاست د کمیټې مشر حشمت الله فلاحت، د دغې پټې غونډې په اړه ایسنا خبري ادارې ته ویلي چې د سپاه پاسداران مشر کمانډر، حسین سلامي، دوی ته ډاډ ورکړی چې که جنگ وشو، نو ایران به په سیمه کې بریالی شي.

د ایران د مسئلې ترڅنگ، مایک پامپیو به روس ته د خپل سفر په لړ کې د هغه ملک له چارواکو سره د وینزویلا په هکله هم خبرې ولري. د وینزویلا په لانجې کې هم روس او امریکا اختلاف نظر لري.