امریکا وایي د افغانانو ملاتړ یې پر ځای دی، خو طالبانو ته یې د صبر کاسه په ډکېدو ده

د افغان مېرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري د قطر او متحده عرب اماراتو له چارواکو سره د افغانستان پر بشري حالت له خبرو وروسته ویلي، دغو هیوادونو ته یې په څرګنده ویلي د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکوي، خو طالبانو ته یې د صبر کاسه په ډکېدو ده.

رینا امیري د ستمبر پر درېیمه پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي، د قطر او متحده عرب اماراتو له چارواکو سره یې د طالبانو د اخلاقي قانون د عملي کېدو پر اغېزو خبرې کړې دي چې وایي د دې قانون هدف په ټولنه کې له عام ژونده په بشپړه توګه د ښځو ایستل دي:

"زما پیغام ډیر څرګند وو: افغانانو ته زموږ ملاتړ نه بدلېدونکی او پرخپل ځای دی، خو طالبانو ته زمونږ صبر په ختمېدو دی. په کور دننه او د نړیوال قانوني حیثیت د ترلاسه کولو لار د افغانانو حقونو ته درناوی دی".

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف و نهي عن المنکر وزارت په وروستيو کې یو اخلاقي قانون منظور کړی چې په عامو ځاونو کې یې د ښځو پر لوړ غږ خبرو او شعرونو ویلو هم بندیز لګولی او دې قانون پر طالبانو په کور دننه او بهر فشارونه زیات کړي چې له خپلو دغو سختو پالیسو لاس واخلي.

رینا امیري د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې لانا نسیبه سره هم د اګست پر 30مه لیدلي، خو نن د چارشنبې- شورو په ورځ یې پر خپل ایکس لیکلي، په دې کتنه کې دواړو د افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ پر اهمیت هم اتفاق وکړ چې وایي د هغوی د حقونو ساتنه د افغانستان د بقا لپاره ډېره مهمه ده.

د اګست پر 30مه د متحده عرب اماراتو او امریکې په یو ګډ بیان کې د دې لیدنې په اړه ویل شوي چې دواړو خواوو د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو پر خوندیتوب او ملاتړ ټینګار کړی او دا مسایل یې د افغانستان د تلپاتې اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم ګڼلي دي.

په بیان کې ویل شوي چې دواړو د افغان مېرمنو، نجونو او ماشومانو د ملاتړ په ځانګړي ډول د تعلیم، علاج، متبادل معیشت او کاري فرصتونو د پیدا کولو د ملاتړ اړتیا یاده کړې او ددغو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې په ګډه د سرچینو پر برابرولو اتفاق کړی دی.

په دغه بیان کې دا هم ویل شوي چې دواړو خواوو په افغانستان کې د پرمختیایي منصوبو او د بیارغونې د ملاتړ او افغانانو ته د بشري مرستو پر اهمیت هم خبرې کړي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د عملي کیدو په اړه د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت دغې لوړپوړې چارواکې د قطر او متحده عرب اماراتو له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي او تر دې مخکې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو هم د طالبانو له حکومته ددغه قانون د منسوخېدو غوښتنه کړې ده.

په دغه قانون کې له جامو نیولې تر کړو وړو او ټولنیزو چارو پورې پراخ شرطونه لګول شوي دي. په دې کې د نارینه د جامو طرز او ږیرې د اوږدوالي ضابطې هم شاملې دي او پر همجنسبازۍ، په عامو ځایونو کې پر موسیقۍ غږولو، د حیوانانو پر جنګولو او د غیراسلامي رخصتیو پر لمانځلو بندیزونه شامل دي.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو او افغانانو اندیښنه څرګنده کړې چې دا قانون به د امر بالمعروف د قوانینو په عملي کولو کې د شدت لامل شي. ډېری دغه قوانین د طالبانو د خپل شرعي تفسیر له مخې په افغانستان کې ددې ډلۍ د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال هم عملي کېدل.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د اګست پر 26مه ویلي وو چې د امر بالمعروف منظور شوی قانون به "په نرمۍ سره" عملي کړی شي.

د طالبانو حکومت په دوامداره توګه له ښځو سره د چلند په شمول پر خپلو تګلارو باندې نړیوالې نیوکې پرله پسې رد کړي دي دي او بیا بیا یې ویلي دي چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه "جنسیتي اپارتاییډ" بللی دی.