ترکي د دولت اسلامي په ضد د خپلو هوايي اډو په استعمال رضامندي څرگند کړې

راپورونه وايي د ترکي د پولې سره نزدې د شام په کوباني علاقه کې د کرد ملېشې او دولت اسلاميه ترمنځ وسله واله نښتې دوام لري .

د امريکې د قامي سلامتۍ صلاح کار سوزن رائس وئيلي ، چې ترکي په عراق او شام کې د دولت اسلامي په ضد جگړه کې امريکې او اتحادي ځواکونو ته د خپلو هوايي اډو کارولو په اجازه رضامندي څرگند کړې ده .

د امريکايي ټي وي چېنل ٫٫ اېن بي سي ٬٬ په پروگرام کې د خبرو په مهال سوزن رائس وئيلي ، چې د ترکي له لوري دا نوې ژمنه ده او مونږ ددې هرکلي کوو،،

نوموړي زياته کړې ، مونز ترکانو ته دا نه دي وئيلي چې خپل زمکني ځواکونه دې شام ته واستوي،،

امريکا او اتحاديان يي په شام او عراق کې د دولت اسلاميه په پټو ځالو هوايي بريدونه کوي .

راپورونه وايي د ترکي د پولې سره نزدې د شام په کوباني علاقه کې د کرد ملېشې او دولت اسلاميه ترمنځ وسله واله نښتې دوام لري .

امريکايي پوځي چارواکي وايي د دويې جنگي الوتکې د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو سره په گډه د خالي او اتوار په ورڅ په کوباني کې څلور هوايي حملې کړي دي او دغلته موجود وسله وال يې په نښه کړي دي .

په برتانيه کې قايم تنظيم ،،سيريئن ابزرويټري فارهيومن رايټس ،، ترمخه د بمبارۍ له امله شرخوښو ته سخت زيان اوښتي دي .

د ملگرو ملتونوسرمنشي بان کي مون وئيلي ، په کوباني د قبضې ترلاسه کولو په جگړ ه کې د حملې له امله په زرګونو انسانانو ته خطر دی . نوموړي په دواړو خواؤ غږ کړی دی چې د قتل عام مخه دې ونيول شي او ولس ته دې تحفظ ورکړل شي .

راپورونه وايي د ترکي په صدر رجب طيب اردگان باندې کوبانې کې د روانو حالاتو په لړ کې د نړيوال دباؤ باوجود هم د ترکي ځواکونه د کوباني په پوله د دغو حالاتو نه ځان ساتلي په ډډه ولاړ دي .

په سېمه کې موجود د ملگرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی که چرته کوباني د وسله والو لاسو ته ورځي ، نو د ښار په مرکز کې د موجودو نزدې ۱۲زره کردانو چې پکې په سلگونو پوخ عمره کسان هم شامل دي ، په ممکنه توگه به هغويې د وژنو ښکار شي .

د سيريئن ابزرويټري فارهيومن رائټس وئيلي ، چې د خالي د ورځې سحر پورې د دولت اسلاميه وسله والو د کوباني ۴۰ فيصده علاقه په خپله ولقه کې اخيسې وه .