د امريکې د خزانې وزارت د شورو، چهار شنبې، په ورځ وویل چې د افغانستان د کنګل شویو درې اشاریه پېنځو بېلین ډالرو د انتظام دپاره به په سوېټزرلېنډ کې خصوصي فنډ یا پنګه قایموي چې دغه پېسې د افغان اقتصاد د ثبات دپاره استعمال کړي.
دغې پنګې ته د "افغان فنډ" نوم ورکړی شوی چې انتظامي چارې به يې د اقتصاد پوهانو د يوې ځانګړې ډلې په لاسو کې وي.
د امريکې د خزانې وزارت وايي، د افغانستان د پېسو د دغې فنډ مقصد د افغانانو د سرکاري شتمنيو خونديتوب دی چې په بهرني قرضونو کې به مصرف کېږي او د هېواد د بجلۍ په اخيستلو او يو شمېر د ترقۍ په منصوبو به لګول کېږي.
تېر کال د اګست په مياشت کې د کابل د واک اخيستلو وروسته په طالبانو د امريکې حکومت هغه پېسې بندې کړې وې چې د افغانستان د حکومت د امريکې او د نړۍ په يوشمېر نورو ملکونو کې اېښودې وې.
طالبانو وخت په وخت د امريکې د حکومت نه غوښتلي چې د افغانستان منجمد اثاثې دې ورته ورکړی شي
خو امريکا ورته د رقم ورکولو د پاره يوشمېر شرطونه اېښودي او غوښتل يې چې دغه رقم د ترهګرو په لاسو کې ور نه شي.
د امريکې د خزانې مرستيال سېکټري وېلي اډيميو په يو خط کې لیکلي ، نېغ په نېغه دغه رقم د افغانستان بېنک ته ورکولو کې دا خطره شامله وه چې دغه رقم به د افغانانو په خېر ښېګړه مصرف نه شي.
په سوېټزرلېنډ کې د افغان فنډ ۳.۵ اربه ډالرو ته به طالبان نېغ په نېغه لاس رسې نه لري او دغه رقم به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې کارول کېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي