د امریکې په سټاک مارکېټ کې غیر یقیني حالات او بیا ثبات

د کرونا وایرس د شروع د وخت راهسې په لومړي ځل د امریکې په سټاک اېکسچېنچ یا د ونډو په بازار کې د بدترېنې هفتې وروسته د ګل، دوشنبې، په ورځ هم حالات غیریقیني وو. د غیریقیني حالاتو په پېدا کولو کې په یوکرېن د روس د ممکنه پوځي یرغل په اړه تشویش هم لاس لرلو.

خو مسلسل د شپږو ورځو د تاوان وروسته ډاوجونز اوسط ۱۰۰ نقطې بېرته وخلو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ګل، دوشنبې، په ورځ داسې ښکارېده چې سټاک اېکسچېنج به په اوومه ورځ هم د تاوان سره مخامخ شي ځکه چې بېنچ مارک اېنډېکس په مستقل ډول ښکته تللو او درې اشاریه درې فیصد غورځېدلی و خو بیا یې په مرحله وار ډول بحالي شروع کړه.

د کال ۲۰۰۸ د اکتوبر د میاشت نه پس دا لومړی ځل و چې ډاو او اېس اېنډ پي ۵۰۰ اېنډېکس په یوه ورځ کې دومره په چټکتیا بحالي وموندله.

د ورځې په ختمېدو نېس ډېک اشاریه شپږ فیصد اوچت و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په سټاک اېکسجېج په داسې حال کې ښکته پورته کېدو چې د يوکرېن په سرحد د روسي ځواکونو په شمېره کې د اضافې وروسته نېټو مشرقي یورپ ته د سمندري جنګي جهازونو او د جنګي الوتکو لیږلو اعلان وکړو.

هم د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د دفاع وزارت اعلان وکړو چې په مشرقي او مرکزي یورپ کې د نېټو دفاع مضبوطولو دپاره یې ۸۵۰۰ عسکر تیار کړي دي. یوه ورځ وړاندې د امریکې خارجه وزارت په یوکرېن کې د امریکايي سفارتکارانون کورنیو ته د هېواد نه د وتلو امر کړی و.

د سټاک اېکسچېنج د غورځېدو او پورته کېدو په اړه د سېونز رپورټ ریسرچ نومې ادارې صدر ټام اېسی وویل مارکیت د وړاندې نه هم د اضطراب ښکار و او چې په یوکرېن کې د حالاتو په اړه د خبرونو سرخطونه ولیدل شي نو بیا د ونډو یا د شییرز خرڅلاو زیات شي.

د وي او ای رپورټ وايي سرمایه کار کتنه کوي چې د افراط زر د مخنیوي دپاره به د امریکې فېډرل رېزرو څه ګام ځکه چې که فېډرل ریزرو د سود شرح زیاتوي نو د امریکې اقتصادي بحالې مخه به ونیول شي.

توقع کېږي چې د سود د شرحې په اړه به فېډرل رېزرو د شورو، چهارشنبې، د ورځ پورې څه ګام اعلان کړي.

په سټاک اېکسچېنج کې د بحالۍ یو سبب د امریکې د خزانې وزارت د دوو کلونو د نوټو نیلامي هم وه. اېسې وي اوای ته وویل د ترېژري نوټونو ډیر طلب و.

د وي او ای رپورټ وايي وایټ هاوس په سټاک اېکسچېنج کې د بې ثباتۍ په اړه تشویش رد کړو. د وایټ هاوس ترجمانې جین ساکي وویل د یوې ورځې د لېن دېن په ځای دوی په د اقتصاد په رجحان توجه کوي.

مېرمن ساکي وویل کله راهسې چې جوبایډن صدر شوی سټاک مارکېټ ۱۵ فیصد ختلی دی او د هغه پېش رو ډانلډ ټرمپ برعکس صدر بایډن په اقتصاد کې پرمختګ جاج د سټاک اېکسچېنج نه نه کوي.