روس او یوکرېن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بل د ډرون په پراخه کچه حملې وکړې او یو امریکايي چارواکي د دې خبرې تصدیق وکړو چې امریکا به یوکرېني ځواکونو ته اېنټي پرسنل لېنډ ماینز یا د افرادو ضد په ځمکه کې ښخېدونکي بمونه ورکوي.
د روس د دفاع وزارت وویل روسي ځواکونو د ماسکو په شمول په ګڼ شمېر نورو سیمو کې د یوکرېن ۵۰ ډرون راوغورځول.
د یوکرېن هوايي پوځ وویل روس په یوکرېن د ۱۲۲ ډرونز حمله وکړه او د هېواد د فضايي دفاع نظام د سرښار کییف په شمول په یو شمېر نورو سیمو کې د روس ۵۶ ډرونز رانسکور کړل.
یوکرېن ته د امریکې د لېنډ ماینز په باره کې امریکايي چارواکي د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امریکې د یوکرېن نه د دې لوظ غوښتنه کړې ده چې د افرادو ضد دا ماینز به د یوکرېن په علاقه کې او په داسې سیمو کې استعمالېږي چې ملکي خلک په کې نه وي.
د لېنډ ماینز په اړه د پرمختګ نه مخکې یوکرېن د روس خلاف جنګ کې په وړمبي ځل د اوږدې فاصلې هغه مزایل استعمال کړل چې امریکې ورکړي وو.
د یوکرېن ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ د لمر خاته نه مخکې د اوږد واټن په مزایلو د روس په برېنسک سیمه کې د ګوله بارود په ګودامونو حمله وکړه. دواړو خواو په دې اړه متضاد بیانونه ورکړل چې حمله څومره موثره وه.
د حملې نه دوه ورځې مخکې مطبوعاتو دا خبرونه ورکړي وو چې د امریکې صدر جوبایډن یوکرېن ته اجازت ورکړی چې د امریکي ورکړی شوي مزایل په روس کې دننه د حملو دپاره استعمالولی شي. د دې بدلون نه مخکې امریکې یوکرېن ته دغه ډول اجازت نه ورکولو د دې باوجود چې یوکرېني چارواکو غوښتنه کوله چې امریکا دې خپله تګلاره بدله کړي. په عین حال کې په یوکرېن د روس د یرغل ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.
دوو امریکايي چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ وي او ای ته وویل د امریکې دا تګلاره بدله شوې ده چې د یوکرېن ځواکونه د روس دننه په پوځي هدفونو کې د امریکې مزایل نه شي استعمالولی.
د روس د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل د یوکرېن ځواکونو تېره شپه په برېنسک سیمه کې د امریکې جوړ ارمي ټېکټېکل مزایل سېسټم، ای ټي ای سي اېم، راکټونو حمله وکړه خو روسي ځواکونو پينځه راوغورځول او شپږم ته يې نقصان ورسوولو. بیان وویل د یو راکټ چاوېدونکي ملبې په پوځي ودانۍ کې اور ولګولو خو څه جاني نقصان نه دی شوی.
د یوکرېن پوځ په فېس بک یو پېغام کې وویل ځواکونو يې په برېنسک د ګوله بارود ګودامونو ته د اور دلارې نقصان ور ورسوولو. د روس دغه سیمه د یوکرېن د سرحد نه ۱۰۰ کلومېټره په فاصله پرته ده.
د یوکرېن یو چارواکي په برېنسک کې د روس په عسکري هدفونو حمله کې د ای ټي ای سي اېمز د استعمالېدو تصدیق وکړو.
یوکرېن ته د ورکړی شویو امریکايي مزایلو د استعمال په اړه تګلاره کې صدر بایډن بدلون پس له دې وکړو چې شمالي کوریا ۱۰۰۰۰ عسکر روس ته لېږلي چې د روس په کرسک سیمه کې د روسي ځواکونو ترڅنګ د یوکرېن خلاف وجنګېږي. کرسک سیمه یوکرېن د اګست د میاشت راهسې نیولې ده.
د بایډن صدارت په دوو میاشتو کې ختمېږي او دا لا نه ده معلومه چې صدر منتخب ډانلډ ټرمپ به په دې اړه څه تګلاره لري. ټرمپ یوکرېن سره د امریکې په پوځي امداد پوښتنې راپورته کړي دي او ویلي يې دي دا جنګ به زر ختموي.
د روس صدر ولادېمير پوتن د نهې، سه شنبې، په ورځ د اېمټي وسلو د استعمال په اړه د هېواد په تګلاره کې په بدلون دستخط وکړو چې ترمخه چې که چېرې د اېټمي طاقت لرونکي ملک په ملاتړ یو ملک په روس د روایتي وسله حمله وکړه نو دا به په روس د دواړو ملکونو مشترکه حمله ګڼل کېږي او روسي يې اېټمي جواب ورکولی شي.
د روس د حکومت کرېملېن د ترجمان دمتري پېسکوف نه پوښتنه وشوه چې ایا روس په خپله تګلاره کې بدلون یوکرېن ته د امریکې د اجازت په جواب کې شوی دی نو هغه وویل دا فېصله په وخت شوې او صدر پوټن غوښتل چې د موجوده صورتحال سره سمه وي.
د دې په جواب کې د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان (نې) وویل د روس دریځ د امریکې دپاره حېرانوونکی نه دی ځکه چې روس د تېرو څو هفتو راهسې د اېټمي وسلو د استعمالولو اراده څرګندوي. ترجمان (نې) وویل د تېرو دوو کلونو راهسې د اېټمي وسلو د استعمال په اړه د روس غېر ذمه وارانه بیان بازي ګوري او د روس تازه دریځ هم د دې تکرار دی.
د اېټمي وسلو د استعمال په اړه د روس نظریه یا ډاکټرین وايي روس د بېلېسټېک او کروز مزایلو او د هوايي جهازونو د درنې حملې په جواب کې اېټمې وسلې استعمالولی شي. دا نظریه وايي د روس په ضد د غېر اېټمي ملک حمله چې ملاتړ يې اېټمي قوت کړی وي او یا په کې شریک وي نو د روس خلاف به دا مشترکه حمله ګڼل کېږي. د امریکې او د یوکرېن اتحاد د دې تشریح سره سمون خوري.
پېسکوف وویل د اېټمي وسلو د استعمال په اړه تګلاره کې د بدلون هدف ممکنه دښمنان په دې پوهول دي چې روس به د حملې جواب ضرور ورکوي. د روس تګلاره دا هم وايي چې روس د ماسکو په اتحادي ملک بېلاروس د حملې په صورت کې هم اېټمي وسلې استعمالولی شي.