صدر ټرمپ د امریکې په جنوبي سرحد د دیوال جوړولو دپاره د بېړني حالت اعلان وکړو

د امریکې او مېکسیکو سرحد

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د هېواد په جنوبي سرحد د دیوال جوړولو دپاره د نېشنل اېمرجنسي یا په قامي کچه د بېړني حالت اعلان وکړو او وې یې ویل د دیوال هدف د لاطیني امریکايي هېوادونو څخه شمالي امریکې ته په غیرقانوني توگه د خلکو د راتگ، د جنایت کارانو ډلو او د نشۍ توکو مخه نیول دي.

د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د خبري غونډې په مهال ټرمپ وویل هېواد یې د انساني قاچاق، د مخدره موادو او د جنایت کارانو د "یرغل" سره مخامخ دی خو دیوال به یې مخه ونیسي.

صدر ټرمپ وویل د دیوال جوړولو مقصد امریکا محفوظ کول دي.

صدر ټرمپ د اسرائیل د هغه دیوال ذکر هم وکړو چې اسرائیل د فلسطیني علاقو سره په خپله پوله جوړ کړی چې د اسرائیلي مامورینو په وینا د ترهگرۍ د حملو مخه ونیسي. صدر ټرمپ وویل د اسرائیل دیوال "نهه نوي فیصد اشاریه نهه" فیصد کامیاب دی.

د مېکسیکو سره د امریکې جنوبي سرحد قریباً ٢٠٠٠ مېله اوږد دی او صدر ټرمپ پرې د دیوال جوړولو دپاره وړاندې د پنځه اشاریه اووه ارب ډالرو غوښتنه کوله خو کانگرس اوس د یو اشاریه ډالرو منظوري ورکړې ده.

صدر ټرمپ وویل کانگرس چې کومې پېسې منظورې کړې دا ناکافي دي.

د نېشنل اېمرجنسي دلاندې به صدر ټرمپ د دیوال دپاره د اتوو اربو ډالرو نه زیاتې پېسې ترلاسه کړی شي.

د حزب اختلاف ډیموکرېټک پارټۍ د کانگرس غړي په پوله د دیوال د جوړولو مخالفت کوي او وايي صدر په قانوني توگه د بېړني حالت اعلان نشي کولی.

داسې ښکاریده چې د بېړني حالت د اعلان کولو په وخت صدرټرمپ ته احساس و چې د نېشنل اېمرجنسي لگوولو خلاف به عدالتونو ته مقدمې وړل کیږي. خو هغه وویل که چېرې زېلي عدالتونو د هغه د اقدام خلاف فېصلې ورکړې خو سپریم کورټ به بالاخر د حکومت په حق کې فېصله کوي.