ترکي د امریکايي د کانگرس په هغه قرارداد احتجاج کړی دی چې پکې په ارمینیا کې د سلطنت عثمانیه په وخت د ترک ځواکونو دلاسه د ارمینایانو قتل عام نسل وژنه بلل شوې ده.
د ترکي خارجه وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل احتجاج یې په ترکي کې د امریکې سفیر ډیوډ سېټرفېلډ ته وړاندې کړو. د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، امریکايي سفیر د احتجاج دپاره خارجه وزارت ته بلل شوی و.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د امریکې کانگرس د نمایندگانو ایوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د ترکي په اړه دوه قراردادونه منظور کړل.
په یو قرارداد کې په ارمینیا کې د خلافت عثمانیه په وخت د ترک ځواکونو دلاسه د ارمینایانو قتل عام نسل وژنه وبلل شوه. د قرارداد په حق کې ۴٠٥ او په مخالفت کې یې ١١ ووټونه واچول شو.
په بل قرارداد کې په شمال ختیځ شام کې د ترکي د پوځي عملیاتو په سر د ترک پوځ د لوړ رتبه مامورینو غندنه شوې ده. د دغه قرار داد په حق کې ۴٠٣ رای اچول شوي او په مخالفت کې یې ١٦ ووټونه اچول شوې دي.
ای پي وايي د کانگرس دواړه قراردادونه د امریکې او ترکي په تعلقاتو کې زیاتېدونکی تاتریخوالی ښکاره کوي. په ورستیو ورځو کې د دواړو ملکونو تعلقات په یو شمېر مسلو د کړکیچ سره مخامخ شوې دي چې یوه مسله پکې شام کرد جنگیالو سره د امریکې مرسته هم شامله ده. ترک د شام کرد جنگیالي ترهگر بولې خو امریکا یې د داعش خلاف جنگ کې اتحادیان گڼي.
د امریکې د کانگرس یو شمېر غړو په شمالي مشرقي شام کې د ترکې په پوځي عملیاتو تشویش څرگند کړی دی.
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شام څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو وروسته، ترکي د اکتوبر په نهمه نیټه په شام کې د کرد جنگیالو خلاف عملیات پېل کړل خو د امریکې د مخالفت وروسته ترکي د کرد جنگیالو سره ډزبندي وکړه چې له امله یې ترکي خپل عملیات ودرول او کرد جنگیالي د ترکي د پولې نه ٣٠ کلومیړې لرې په تلو ته راضي شول.
د ترکي خارجه وزارت وویل د امریکې د کانگرس دواړه قراردادونه په امریکا کې دننه سیاسي چارو سره تړون لري خو په نتیجه کې به یې د امریکې او ترکي تعلقات هم خراب شي.
ترکي د دې خبرې مخالفت کوي چې په کال ١٩١٥ کې د خلافت عثمانیه په مهال د ارمینایانو بې کوره کېدو او قتل عام ته دې د "جېنوسایډ" یا نسل وژنې نوم ورکړی شي او کوښښ یې کړی دی چې امریکا دغه واقعات د جېنوسایډ په توگه تسلیم نکړي . ترکي ویلي د تاریخ پوهانو مشترکه ډله دې د دغو پېښو تحقیقات وکړي.