امریکې د چارشنبې- شورو په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هغې مسودې د منظورېدو مخه ونیوله چې په غزه کې د دایمي ډزبندۍ او د یرغمل اسرایلي کسانو د خوشي کېدو غوښتنه پکې شوې ده، وایي دا مسوده به حماس ته غلط پیغام ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکې مرستیال سفیر رابرټ ووډ وویل، امریکا د هغه قرارداد د مسودې ملاتړ نه شي کولای چې د ده په وینا د یرغمل کسانو له خوشي کېدو پرته د ډزبندۍ غوښتنه پکې شوې وي:
"په دايمي توګه د جګړې ختمېدل باید د یرغمل شویوکسانو له خوشې کولو سره تړلي وي. دا دوه هدفونه یو له بل سره تړلي دي، خو په دې مسوده کې دا اړتیا له پامه غورځول شوې ده، نو ځکه امریکا یې ملاتړ نه شي کولای".
بلې خواته د چین د سرکاري رسنۍ سینهوا د خبر له مخې د چین صدر شي جینپینګ په غزه کې د جګړې بندېدو او ډزبندۍ غوښتنه کړې ده.
جینپینګ د جي-20 هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره برازیل ته تللی. او هلته یې د برازیل له صدر لويیز اناسیو لولا ډي سېلوا سره په ملاقات کې په غزه کې د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړې او د جګړې د ژر بندېدو او ډزبندۍ غوښتنه یې کړې ده.
په برازیل کې د جي-20 په سرمشریزه کې د نړۍ مشرانو هم په غزه کې د جګړې بندېدو غوښتنه کړې. دا سرمشریزه د دوشنبې- ګل او سه شنبې- نهې په ورځو د برازیل په ریو دي جنیرو ښار کې وشوه.
د اسرایل او حماس تر منځ د روانې جګړې په وخت له 14 میاشتو راهیسې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرله پسې غونډه کړې دي چې په غزه کې د ډزبندۍ غوښتنه کوي خو امریکا څلور واره دا قرارداد ویټو کړی دی.
د امنیت شورا په نامنظور شوي قرارداد کې په غزه کې "د سمدستي، غیر مشروط او دایمي ډزبندۍ" غوښتنه شوې او له ټولو اړخونو پکې غوښتنه شوې چې درناوی یې وکړي. په قرارداد کې د ټولو یرغمل شویو کسانو د سمدستي او غیرمشروط خوشي کېدو غوښتنه هم تکرار شوې ده.
د قرارداد د ویټو کولو دې اقدام د صدر بایډن ادارې خلاف سخت انتقادونه راپورته کړي چې وایي د اسرایل او حماس جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو هڅو مخه نیسي.
د امریکې مرستیال سفیر رابرټ ووډ وویل، امریکې د جوړجاړي غوښتنه کړې، خو وایي د وړاندیز شوې مسودې متن به د فلسطین وسلوالې ډلې حماس ته "خطرناک پیغام" واستوي چې " نور د خبرو اترو میز ته د راتلو اړتیا نه شته".
یاده مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې الجزایر، ایکواډور، جاپان، موزمبیق، مالټا، جنوبي کوریا، سیریالیون، سلوېنیا، سویټزرلېنډ او ګویانا هېوادونو د بحث لپاره وړاندې کړې وه.
د امنیت شورا په 15 غړو کې د امریکې د متحدو هېوادونو برتانیې او فرانس په ګډون 14 یې په حق کې رایې ورکړې خو امریکا یواځینی هېواد وو چې د ویټو د حق په کارولو سره یې دغې مسودې ته منفي رایه ورکړه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لسو غیردایمي غړو- چې دغه مسوده یې وړاندې کړی وه- د امریکا دغه اقدام وغانده. په ملګرو ملتونو کې د مالټا سفیرې وینسا فریزر له ووټ ختمېدو وروسته وویل:
"دا د خواشینۍ ځای دی چې د ویټو د حق د کارولو له امله، دا شورا یو ځل بیا ونه توانېده چې د نړیوالې سولې او امنیت ساتنې ذمه واري پوره کړي".
چین او روس هم د امریکا د دې پرېکړې خلاف سخت غبرګون ښکاره کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر فو کانګ پوښتنه وکړه، چې "څومره نور خلک باید ووژل شي چې دوی [امریکا] د دې مسئلې سنجیدګۍ ته پام وکړي؟"، هغه وویل:
"هر ځل چې امریکې د اسرایل د دفاع لپاره د ویټو حق استعمالوي، په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر زیاتېږي".
په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ډېني ډېنن له رایې ورکولو مخکې وویل، د مسودې متن د سولې لپاره نه دی، بلکې د حماس د "خوښۍ او ملاتړ" لپاره دی. هغه زیاته کړه:
"تاریخ به په یاد وساتي چې چا د یرغمل کسانو ملاتړ وکړ او چا هغوی یواځې پرېښودل".
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ډزبندۍ قرارداد په داسې وخت کې له منظورۍ پاتې شوی چې په غزه کې لا هم جګړه روانه ده.
د غزې د صحت چارواکو د شورو- چارشنبې په ورځ وویل په سیمه کې د اسرایل په حملو کې لږ تر لږه 17 کسان وژل شوي دي. وایي په یوه حمله کې د غزې په جبلیه علاقه کې یو کور ولګېدو او 12 کسان پکې ووژل شول.
اسرایلي پوځ وویل د شورو- چارشنبې په ورځ په غزه کې حماس وسلوالو سره جګړه کې یې یو عسکر ووژل شو او بل زخمي شو.
حماس د 2023 کال د اکتوبر په اومه نېټه پر اسرایل په برید کې 1,200 تنه ووژل چې اکثریت یې ولسي خلک دي او 250 نور یې یرغمل کړل. اسرايل وايي 97 تنه لا هم په غزه کې له حماس سره یرغمل دي، چې 34 تنه یې مړه شوي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې په غزې کې د روغتیا چارواکي وايي د اسرایل په عملیاتو کې تر دې دمه 43,846 کسان وژل شوي، چې وایي اکثریت یې ولسي خلک ښځې او ماشومان دي، خو د حماس وسلوال یې جلا نه دي ښوولي.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز خبري ادارو اخیستل شوي.