په اوکرين د روس د يرغل په پيل کې کېدلی شي چې غربي ملکونو او د سايبر سيکيورټي کارپوهانو د ماسکو په سايبر سپيس کې په فعاليت ډېره انديښنه نه وي څرګنده کړې خو امريکايي چارواکي اوس وايي د روس په دې ميدان کې لاس وهنه بايد د پامه ونه غورځول شي.
دا چارواکي خبرداری کوي چې د روس د سايبر کارپوهان په مسقيمه توګه په اوکرين کې د پيشو او د منږک لوبه روانه کړې ده او د دغې تجربو نه چې څه زدکړې کوي ممکن ده چې دا کار د اوکرين د پولو نه بهر ته وغځوي.
د امريکا د ملي امنيت ادارې د سايبر سيکيورټي مشر راب جويس تېره ورځ په واشنګټن کې يوې غونډې ته ويلي “زما په اند خلکو دې ته پوره پام نه دی ګرځولی چې روس په سايبر کې د سيټېلايټ د لارې کومې لوبې رامنځ ته کړي او مثال يې د نهه لسو کورنيو ايکو سېسټم ته د ځانګړي وايپر وايرس اچول دي”.
هغه وايي روس په دوامداره توګه د اوکرين په مالي، حکومتي، شخصي او د خلکو په کاروباري ګټو ګوزارونه کوي او هغه ګډ وډوي.
خو جويس يواځې تن نه دی چې د روس د سايبر خطر په اړه خبرداری ورکوي.
يو دفاعي لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبريالانو ته ويلي “مونږ ريښتيا هم دا عمل لا په ورو کېدو نه وينو”.
ياد چاروکی وايي دا عمل مسلسل روان دی چې د دښمن د غاړې کيږي او د اوکرين د نظام دفاع کونکي يې په ضد لګيا دي. هغه زياته کړه چې دوی ويني او شريک معلومات هم لري څنګه او په څومره کچه د اوکرين نټ ورک ته لاس رسی لري.
څو اوونۍ وړاندې د اين ايس ای ډايرکټر جنرل پال ناکاسن د کانګرس غړو ته ويلي وو چې په اوګرين کې يې د روس په هلو ځلو نظر دی او دا لا ختمې نه دي.
د اوکرين چارواکو هم خپله تلوسه څرګنده کړې چې د روس لخوا د سايبر حملې سېوا شوي او دا د دې تر څنګ روانې دي چې که هر څو روس خپلې پوځي حملې هم منظم کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال چېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي