امریکا: د دې ډاډ پر تر لاسه کولو کار کوو چې افغانستان بیا د ترهګرۍ سرچینه نه شي

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وايي د اسلامي دولت یا داعش ډلې خراسان څانګه د ترهګرۍ نړیوال ټیټورک دی او وایي په نړیوالو اهدافو باندې د ترهګرو بریدونو د تر سره کولو هیله او وړتیا لري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وېدانت پټېل د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبري غونډې ته وینا کوله چې یو خبریال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د ملګرو ملتونو د رپوټ یادونه ورته وکړه.

خبریال وویل په رپوټ کې راغلي چې داعش او ټي ټي پي په افغانستان کې تر 6000 ډېر جنګیالي لري چې پر پاکستان بریدونه پلانوي او سیمه ییز امن ته یې خطر پېښ کړی دی، ویدانت پټېل د خبریال د پوښتنې په جواب کې وویل:

"په دې اړه مو مخکې هم خبرې کړې وې. داعش خراسان یوه نړیواله ترهګره شبکه ده چې په نړیوالو اهدافو باندې د ترهګرو بریدونو کولو اراده او وړتیا لري".

ویدانت پټېل وویل، لکه چې یې مخکې هم پرله پسې ویلي، امریکا په دې باندې کار کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې "افغانستان بیا هیڅکله پر امریکا او د دې پر متحدینو د ترهګرو بریدونو کولو د ځای په توګه ونه کارول شي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل امریکا په افغانستان کې د ترهګرو بریدونو د مخنیوي لپاره د ټول حکومت په توګه هڅې کوي او په دې اړه یې یوه بشپړه تګلاره جوړه کړې ده.

پټېل وویل "موږ د دغې سیمې په ګډون له خپلو شریکانو او متحدینو سره همکاري کوو او له افغانستانه د بهرنیو ګواښونو د بیرته سر راپورته کولو د مخنیوي لپاره د ترهګرو د ګومارلو پر ضد د هڅو په ګډون په ډېرې هوښیارۍ سره کار کوو".

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزو او څار ډلې د جولای پر 10مه په یو رپوټ کې خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د القاعده او داعش خراسان څانګې په څېر ډلې په دې هېواد کې د ناامني د سرچینې په توګه پاته دي.

په دې رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی وو چې "ترهګرې ډلې لا هم افغانستان ته د یوې دوستانه سیمې" په سترګه ګوري.

په رپوټ کې ویل شوي "د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د یو شمیر ترهګرو ډلو خلاف د طالبانو پرله پسې زغم، ترهګرۍ ته داسې حالات برابر کړي چې ګاونډیو هیوادونو ته ور خپره شي."

خو د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق د جولای پر 25مه په کابل کې یوې غونډې ته د وینا په مهال په افغانستان کې د وسلوالو سخت دریځو ډلو د موجودیت په اړه رپوټونه په سیمه کې د بدګومانۍ پیدا کولو لپاره د ځینو استخباراتي شبکو هڅه ګڼلې او خبرداری یې ورکړی چې دا به بدې نتیجې ولري:

"په افغانستان کې د هغو ډلو مرکزونه او هیڅ فعالیت نه شته چې د ځینو نړیوالو سازمانونو په رپوټونو کې یادې شوې دي، خو افغانستان د ځینو ډلو د مخربو فعالیتونو قرباني دی چې د افغانستان په ګاونډ او سیمه کې مرکزونه لري او کار کوي".

د پاکستان حکومت او پوځ هم په تېرو درو کلونو کې بیا بیا تورونه پورې کړي چې تحریک طالبان پاکستان وسلواله ډله د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي او د پاکستان په ضد بریدونه پلانوي خو د طالبانو حکومت یې دا تورونه رد کړي او وایي خاوره به یې د هیڅ هېواد خلاف ونه کارول شي.

د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښونو په اړه رپوټونه هم رد کړي او د دغې وسلوالې ډلې د ځپلو دعوې یې کړې دي، خو د امریکې په ګډون بېلابېلو هېوادونو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه وخت په وخت اندېښنې ښکاره کړې دي.