د امریکا ”زیرو آپشن “ او افغانستان

په امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې د افغانستان نه د 2014م وروسته، د ټولو امریکایي پوځیانو د ویستلو امکان په افغانستان کې یو شمیر اندیښنې پارولې دي. ورځپاڼې په پخپل يو راپوټ کې دامريکائي اؤ اروپائي چارواکو له خُلې لیکلي وو چې دافغان صدر حامد کرزي سره په معاملو دمايوسۍ وروستو صدر براک اوباما افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دوتلو د عمل په چټکولو غور کوي، چې ترمخه به يې 2014م وروسته افغانستان کې هيڅ امريکائي عسکر نۀ وي. رپورټ دغه امکان ته د زیرو اپشن نوم ورکړی.
په افغانستان کې یو خوا ځني طالب پلوه افغانان پدغه رپورټ خوشحاله دي خو ځنې نور بیا اندیښنې لري. یو شمیر افغانان ګنړي که امریکاېي او نړي وال ځواکونه د افغانستان نه اووځي. نو د پخوا په شان به یو ځل بیا خپل منځي جنګونه پیل شي.
یو افغان څیړنکار ګل عباس چې د افغانستان پخواني جنګونه ېي یاد دي واېي چې روسیانو کله افغانستان داسی پریښودو نو تر اوسه افغانستان ښه ورځ او نه لیدله. دې واېي:
” که چری امریکایان د 2014م وروسته خپل عسکر ؤنه لري نو د تیرو ۱۳ کالو لاس ته راوړنې به صفر کړي“
د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد حمید یرمل بیا دریځ لري چې د صدر کرزۍ او امریکاېي صدر بارک اباما تر مینځه ترخو خبرو کیدې شي امریکا په دی سوچ مجبوره کړې وي. دی واېي: ” که مونږ دا خبره ومنو چې افغان پوځیان د پخوا په مقابله کې اوس تکړه شوي دي بیا هم افغان عسکر نور تربیت او وسلو ته اړتیا لري. او هم دغه شان د جګړی په محال د نړي والو ځواکونو مرستو ته اړتیا لري. نو ځکه امریکا له پکار ده چې خپل ټول پوځیان او نه باسي“.
نيويارک ټائمز ورځپاڼې ليکلي صدر اوباما دکال ٢٠١٤م تر پايې افغانستان کې دپوځي موجوديت په خاتمه ژمن دى اؤ داوباما انتظاميې چارواکي افغان چارواکو سره ددغه نيټې څخه وروستو په يو وړوکي پاتې کيدونکي ځواک خبرې کوي.
ورځپاڼه وائي افغان صدر حامد کرزي او صدر اباما تر منځ تاؤتريخوالى تيره مياشت وروستو له هغې راغلى ؤ چې امريکا طالبانو سره په قطر کې دخبرو اترو شروع کولو هڅه وکړه
صدر حامد کرزي دغه خبرې رد کړې اؤ امريکا سره يې په هاغه اوږدمهاله امنيتي تړون مذاکرات اودرول چې ترمخه به يې امريکا ته د٢٠١٤م څخه وراخوا افغانستان کې دخپلو پوځيانو دساتلو اجازت وي.
ورځپاڼه ليکي دهاغو امريکائي اؤ افغان چارواکو له مخې چې ورته معلومات دي دصدر حامد کرزي اؤ اوباما ترمينځ دتاؤتريخوالي دراکمولو لپاره ترسره شوى يو ويډيو کانفرنس هم ګټور نۀ دى ثابت شوى.