پرويز خټک : دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يواځې پښتانۀ وژل کيږي

Nominated CM of KPK Pervez Khattak

دخيبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي وزيراعلي پرويز خټک دپاکستان په وفاقي حکومت غږ کړى دى چې دډرون بريدونو اؤ ترهه گرۍ په ضد دجگړې په اړه دې واضحه تگلاره جوړه کړي.
پرويز خټک ، چې دصوبائي اسمبلۍ لخوا وزيراعلي ټاکل شوى اؤ دجمعې په ماښام به دگورنر انجنئير شوکت الله څخه دخپلې عهدې سوگند اخلي ، دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ ته پخپله لمړۍ وينا کې وويل چې پاکستان تحريک انصاف به دپاکستان په خاوره دامريکائي ډرون حملو داودرولو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
خټک وويل " که چرې پاکستان تحريک انصاف په مرکز کې اقتدار لرلى ، نو امريکا به دډرون حملو کولو جرائت نۀ وى کړى"
وزيراعلي وويل " مونږ دامريکايانو څخه نۀ ويريږو اؤ مونږ دهغوي خيرات ته ضرورت نۀ لرو، خو دا دوفاقي حکومت په ذمه ده چې دډرون حملو په اړه يوه واضحه تگلاره اعلان کړي"
پرويز خټک وويل " بې گناه پښتانۀ په خيبرپښتونخوا، قبائيلي سيمو اؤ افغانستان کې دترهه گرۍ په ضد دجگړې په نوم وژلى شي ، کوم چې دتيرو حکومتونو دغلطو پاليسو نتيجه ده "
هغه وويل نواز شريف اؤ وفاقي حکومت دې دډرون بريدونو په ضد واضحه تگلاره راوړي ، ځکه چې مونږ دوفاقي حکومت دمرضۍ پرته ډرون حملې نۀ شو بندولى.
هغه وويل دخيبرپښتونخوا اولس چې تحريک انصاف ته کوم مينډيټ ورکړى، دهغوي باور به پځايې ساتلى شي.
هغه وويل مونږ يواځې دستونزو دهواري لپاره راغلي يو اؤ دکوم بدلون لپاره چې عمران خان اؤ تحريک انصاف ته ووټ ورکړل شوى هاغه بدلون هم دنن څخه پيل شوى دىز
هغه وويل مونږ دنړۍ دغوره ماهرينو په موشرې سره دستونزو دهواري لپاره منصوبه بندي کړې ده.
وزيراعلي وويل دهغوي حکومت به اودۀ نۀ بلکې ويخ وي ، کوم چې به داولس ستونزې هواروي.
خټک زياته کړه صوبه کې دامنيت ټينگښت به دهغوي اولنۍ ترجيح وي خو دهغوي حکومت به بدعنواني بيخي نۀ زغمي.
وزيراعلي دصحت په محکمې هم غږ وکړو چې په دغه څانگه کې دې اصلاحات وکړي ، هسپتالونه دې منظم اؤ پکې دې ډاکټران هر وخت موجود وي.