د متحده قومونو یوې تحقیقاتي ډلې د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شوي رپورټ کې وویل په میانمار کې په ملکي خلکو د پوځ د بمبارۍ په شمول د پوځ دلاسه په جنګي جرمونو کې اضافه شوې او دغه جرمونه په زیاته زړورتیا ترسره شوي دي.
د متحده قومونو ډله چې انډيپېنډنټ انوېسټيګېټیو مېکېنزم فار میانمار، ايي ايي اېم اېم، نومېږي، په خپل رپورټ کې په میانرمار کې د کال ۲۰۰۲ د جولای نه د جون ۲۰۲۳ پورې حالاتو ته کتنه کړې ده.
ايي ايي اېم اېم په خپل رپورټ وویل داسې کوټلي شواهد موجود دي چې ښښي چې د میانمار پوځ او ورسره تړلي ملېشې درې قسمه جنګي جرمونه زیات او په زړورتیا کړي دي.
د رپورټ ترمخه، په میانمار د پوځ په دغو جرمونو کې په ملکي هدفونو بې دریغه او یا بې ځایه بمونه وررول، د ملکي خلکو کورونو او ودانیو ته اورونه اچول چې په ځینو وختونو کې په کې مکمل کلي تباه شوي دي، شامل دي.
په رپورټ کې په عملیاتو کې د ملکي کسانو د وژل کېدو او په جنګ کې د ښکیلو کسانو د نیول کېدو ذکر هم شوی دی.
د ايي ايي اېم اېم مشر نېکولس کومیاجینان وویل شواهد په میانمار کې په جنګي جرمونو او د انسانيت خلاف جرمونو کې اضافې ته اشاره کوي چې په کې په منظمه او پراخه کچه د ملکي کسانو خلاف حملې شامل دي. هغه زیاته کړه چې داسې دستاوېزات تیارول کېږي چې په بنیاد يې په عدالتونو کې د ککړو کسانو په انفرادي توګه احتساب کېدلی شي.
دوه کاله مخکې چې پوځي جرنېلانو د میانمار اقتدار سمبال کړو نو په هېواد کې اړی ګړی او د پوځ خلاف مزاحمتي تحریک شروع شو چې په مختلفو محاذونو جنګيږي. حکومت د مخالفینو خلاف خونړي اقدامات شروع کړي چې له امله يې مغربي ملکونو په میانمار بندیزونه بیا وګلو.
روېټرز خبري ادارې وویل د متحده قومونو د تحقیقاتي ډلې د موندنو په اړه د میانمار پوځي واکدارانو سره یې رابطه وکړه خو دریځ يې ترلاسه نه شو.
د میانمار پوځي واکدارانو په تېرو وختونو کې د مخالفینو د زورولو خبرې رد کړي او ویلي يې دي چې د ترهګرو خلاف قانونوي اقدامات کوي.
د میانمار پوځي واکدارانو ویلي په پوځي هدفونو بمباري جایزه ده خو د متحده قومونو تحقیق کونکو ویلي پوځي واکدارانو ته معلومه وه او یا ورته پکار ده چې معلومه وی چې د مبینه هدفونو شا او خوا ملکي خلک هم موجود دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي