وایټ هاوس ویلي په کابل هوايي اډه د راکټونو د حملو باوجود افغانستان نه د خلکو د انخلا هلې ځلې "بغیر د څه خنډ نه" جاري وې.
د وایټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل صدر بایډن ته د حملې په اړه معلومات ورکړی شوي دي او هغه کمانډرانو ته خپل امر تکرار کړو چې په ځمکه موجود د امریکايي عسکرو تحفظ ته دې ترجیح ورکړي او دې لړ کې دې هر همکن ګام پورته کړي.
اېسوسي اېټډ پرېس ويلي د ګل/دوشنبې په ورځ (30 اګست) د حامد کرزي هوايي اډې سره نزدې راکټې داغل شوي او عېني شاهدينو ویلي د درېو چاودنو اوازونه يې اورېدلي دي.
ویل شوي د راکټو داغل کېدو وروسته د اور لمبې ليدل شوي او خلک د کورونو نه وتلي دي.
امریکايي مامورینو رویټرز خبري ادارې ته ویلي راکټې د مزایلو دفاعي نظام نیولي دي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه په داسې حال کې چې د امنیت وضعیت په خرابېدو دی او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کابل هوايي اډې سره نژدې په ځانمرګي حملو کې د ۱۳ امریکایانو په شمول ۱۶۹ کسان وژل شوي دي، امریکايي مامورین کوښښ کوي چې د اګست د ۳۱ نېټې پورې افغانستان نه د خلکو د انخلا عمل سر ته ورسوي.