د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت کونسل ویاند جان کربي ویلي په تهران کې د حماس د سیاسي مشر وژنه اؤ بیروت کې د اسرایل په برید کې د حزب الله د یو کمانډر وژنه سیمه کې د تاؤتریخوالي په کمولو کې مرسته نه شي کولی خو وایي له دې امله د کومې پراخه شخړې اثار هم په نظر نه راځي.
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې مرستیال ویاند ویدانت پټېل وایي امریکا باور لري چې اوس هم د ډزبندۍ تړون ممکن دی.
د ملي امنیت کونسل د ویاند جان کربي نه چې د شورو- چارشنبې په ورځ په خبري غونډه کې کله ددې تازه بریدونو په لړ کې پوښتنه وشوه نو هغه خبریالانو ته وویل:
"د تېرو 24، 48 ساعتو په مهال مخې ته راغلي دا رپورټونه په یقیني توګه د حرارت درجې زیاتولو کې مرسته نه شي کولی".
د هغه وینا وه "مونږ په واضحه توګه (تاؤ تریخوالي کې) د اضافې په اړه فکرمند یو".
جان کربي د داسې کومې ګڼ اړخیزه جګړې سمدستي خطر کم وګڼلو چې سیمه یې په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس له برید وروسته په غزه کې د ځوابي کارروایو په نتیجه کې د پېښېدو اندېښنه لري.
د هغه وینا وه" زمونږ دراصل دا خیال نه دی چې تاو تریخوالي کې اضافه ضروري ده اؤ ددې خبرې څه نخښې هم نه ښکاري چې ډيره زر ګنې څه اضافه مخې ته راتلی شي".
خو د هغه وینا وه چې واشنګټن په غور سره ارزؤنه کوي. کربي وویل "داسې نه ده چې ګنې مونږ اندېښنې بیخي ردوؤ ، مونږ ډیر په غور سره ددې جاج اخلو اؤ دا د صدر لپاره یوه مهمه اندېښنه پاتې شوې ده".
حماس په تهران کې د خپل سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واري په اسرایل اچولې ده اؤ ویلي یې دي دې سره به جګړه په یو نوي لوري روانه شي چې سختې نتیجې یې مخې ته راتلی شي.
تېره ورځ په تهران کې په یو برید کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه له وژنې وروسته اسرایل په دغه برید له تبصرې انکار کړی خو د اسرایل وزیراعظم نتنیاهو خبرداری ورکړی چې که په هیواد یې حمله وشي هغوي به یې په بشپړه طاقت سره جواب ورکړي.
نتنیاهو د چارشنبې- شورو په ورځ ویلي "د اسرایل شهریانو راتلونکې ورځې سختې کیدای شي، په بیروت له حملې وروسته له هر لوري ګواښونه راروان دي خو مونږ رقم صورتحال ته تیار یو".
د اسرایل وزیراعظم ویلي مونږ به د هرې خطرې خلاف خپلو کې یو موټي اؤ پرعزم ولاړ یو اؤ اسرایل به له هر لوري د څه رقم تېري دروند قیمت وصولوي.
هغه پخپلو خبرو کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو یادؤنه ونه کړه خو په واضحه ډول یې جنوبي بیروت کې د حزب الله د مشر فواد شکر د وژل کیدو خبره وکړه.
هغه خپل دا بیان په داسې وخت کې ورکړی چې په ایران کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کیدو نه وروسته د حماس اؤ ایران لخوا د بدلې اخستو ګواښونه مخې ته راغلي اؤ دې سره د غزې د جګړې سیمې ته د خورېدو په اړه اندېښنې لا سیوا شوي دي.
د امریکې د ملي امنیت کونسل ویاند جان کربي رسنیو ته ویلي دا ویل به "له وخت ډير مخکې" وي چې (ددې به )په جګړه اؤ د حماس سره د بندي یرغمالیانو د خلاصون معاهدې لپاره په مذاکراتو څه اغېزې وي.
هغه وویل "ددې مطلب دا نه دی چې مونږ به په دې باندې کار کولو نه لاس واخلو ، دا وخت چې مونږ خبره کوؤ ، دا مهال هم په سیمه کې زمونږ یوه ډله شتون لري".
تر دې وړاندې د امریکې خارجه وزیر انټني بلنکن ویلي وؤ چې امریکا د اسماعیل هنیه له وژنې خبر یا په دې کې ککړه نه وه.
د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې مرستیال ویاند ویدانټ پټيل هم د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د حماس د مشر اسماعیل هنیه له وژنې وروسته هم امریکا باوري ده چې د اور بند تړون اوس هم ممکن دی.
هغه ویلي امریکې به دې اوونۍ کې په بیروت اؤ تهران کې له شوؤ اوسنیو بریدونو وروسته په منځني ختیځ کې د خپلو مامورینو اؤ مفاداتو د خوندي کولو لپاره هر ممکن ګامونه اخلي.
( ددې رپورټ مواد د ای ایف پي څخه اخستل شوي)