امریکې په پېښور کې په جومات کې دننه ترهګر برید په کلکه غندلی، او ويلي یې دي امریکا تیاره ده چې د بيا رغونې په هڅو کې د پاکستان مرسته وکړي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا وياندې اېډريني واټسن ویلي، امریکا په پېښور کې په جومات کې دننه ترهګر بريد په کلکه غندي چې 101 تنه پکې وژل شوي دي.
سپينې ماڼۍ ویلي دا دردونکی خبر دی او امریکا په ياده پېښه کې د وژل شوو د کورنیو سره خواخوږي کوي.
د سپينې ماڼۍ په بيان کې زياته کړی شوې ده چې ترهګري د منلو وړ نه ده او د عبادت کوونکو په نخښه کول بې حسه عمل دی.
امریکا ویلي، تياره ده چې د رغونې په لړ کې د پاکستان مرسته وکړي.
پېښور کې په 30 جنورۍ په پوليس کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی وو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي، د ماسپښین د نمانځه په مهال خودکش ځان ته چاودنه ورکړې او د تحریک طالبان پاکستان خراساني ډلې د دې زمه واري منلې ده.
قامي اسمبلۍ ته په وينا کې نوموړي ويلي، په ياده پېښه کې 100 کسان وژل شوي چې پکې 97 پوليس افسران او اهلکار دي او درې ملکي وګړي دي، او په وژنو کې د اضافې اندېښنه موجوده ده ځکه چې په ژوبلو 216 کسانو کې چې درملنه یې روانه ده د ځينو روغتيايي حالت مرګونی دی.
هغه ویلي، دا خبره ثابته شوې چې دا بريد يو ځانمرګي کړی دی او د هغې پلټنې روانې دي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو، سعودي عرب د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو او واکمنو طالبانو هم دغه بريد په کلکه غندلی وو.
د خېبرپښتونخوا د پوليس مشر معظم جاه انصاري مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، د پېښې پلټنې روانې دي دا معلومولی شي چې په کوم ځای کې کوتاهي شوې چې ځانمرګی دغه ځای ته رسېدلی دی.
د جيو ټي وي سره په خبرو کې نوموړي د پېښور د بريد په تړاو د امنيتي نيمګړتياو خبره منلې ده چې نيمګړتياوې شوي دي خو څنګه شوي او په کوم ځای کې شوي خودکش څنګه دننه داخل شوی؟، دا ټولې خبرې معلومولی شي چې بيا دغه ډول پېښې ونه شي.
پرون د نهې/سه شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو غونډه شوې او ويلي یې دي د پېښور په پېښه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته راولي.
د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي، دغه ډول پېښې د قام عزم نه شي ماتولی بلکې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه کې د کاميابۍ دپاره د دوی عزم نور غښتلی کوي او د ترهګرۍ ضد د نه زغملو تګ لاره نه شي کمزورې کولی.
د پوځ مشر کمانډرانو ته لارښوونه کړې چې د استخباراتي ادارو او امنيتي ځواکونو سره په همکارۍ د ترهګرۍ ضد جګړه باندې دوامداره توجه وساتي چې څو پورې پايداره امن نه وي ترلاسه شوی.