نېنسي پېلوسي د سفر وروسته چین د تایوان چار چاپیره پوځي مشقونه زیات کړي دي

نېنسي پېلوسي د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټیټیوز یا ایوان نمایندګان سپېکره ده

د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندګان سپيکره نېنسي پېلوسي د تايوان نه بېرته ستنه شوې خو په سيمه يې د خپلې دورې درانه سېوري پرېښودل.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پېلوسي د سفر په غبرګون کې چین د تايوان نه چاپېره په اووه ځايونو کې درانه پوځي مشقونه پېل کړل چې پکې اصلي ګولۍ او وسله کارول شوې، د چين پوځ وايي ټاکل شوي اهداف يې ترلاسه کړل، خو نور تفصيل يې نه دی ور کړی.

د چين پوځي مشقونه ښکاري چې تايوان راپاروي، کوم چې د ۲۳ ميلينه وګړو يو ترقيافته اقتصادي ملک دی، چې نړۍ يې د کمپيوټري چېپونو او نورو ضروري کمپوټري الاتو په جوړولو پېژني.

ځينې دفاعي څيړونکي او پخپله د چين سرکاري مېډيا هم د چين دغه پوځي مشقونه داسې ښکاره کړي چې ګويا چين په تايوان د بريد تيارۍ کوي. او يا ګنې د تايوان نه چاپېره ګېره اچول غواړي.

د چين لخوا دغې پوځي مشقونو داسې اندېښنې هم پېدا کړي چې که څه قسمه غلطي پکې اوشوه نو دغه سيمه به په جنګ کې ښکېل شي، هر څه که ځينې څيړونکي دغه امکان ډېر کم ګڼي چې چين په تايوان د پوځي يرغل منصوبه تړي.

د پېنټاګون پخوانی چارواکی او دفاعي څيړونکی ډریو تهامسن د چين پوځي مشقونو جنګي پروپېګنډه بولي.
"دا عملي مشقونو نه زياته پروپېګنډه ده"

نوموړي ويلي دغه د چين کليز د معمول پوځي مشقونه دي.

ډریو تهامسن چې نن سبا دنېشنل يونيورسټي آف سېنګاپور استاد دی وايي، " د خوند خبره خو پکې داده چې په دې مشقونو امريکا څنګه خاموشه ده، او چينايي چارواکي پرې څنګه غلي دي، او څنګه په انټرنټ دغه پارونکي بلل کېږي."

پخپله په تايوان کې هم د چين د پوځي مشقونو په اړه خاموشي وه، د پايخت ټايې پی اوسېدونکی ۶۵ کلن بو رونګ وايي،
" زه د دې نه نه وېرېږم، د چين په لاپو پوهېږم"

اکثره د تايوان وګړي خپل د معمول ژوند کوي او د چين پوځي مشقونو نه دي اندېښمن کړي.

د تايوان پوځ‌ د زيارت په ورځ په يو بيان کې ويلي دوي د چين د پارونکي پوځي مشقونو د نزدې نه څارنه کوي او ځواب ورکولو ته چمتو دي خو تراوسه يې کومه سرغړونه نه ده کړې،

د چين د پوځي مشقونو په نتيجه کې د تايوان نه د مسافري جهازونو د پروازونو د اغېزمن کېدلو اندېښنې وې خو د تايوان چارواکي وايي،‌د پروازونو د پاره متبادلې لارې کارول شوي او څه ډېر اغېز نه دی شوی.

هرڅه که چين د مېرمن پلو سي سفر پارونکی بولي خو امريکا وايي‌ د تايوان په اړه د دوي پاليسي نه د ه بدله شوې، او دغه د معمول يو سفر بولي د اووه لویو اقتصادي هېوادونو تنظيم جي سېون هم د چين پوځي مشقونه پارونکي بللي.

چين تايوان خپله برخه ګڼي خو تايوان د چين دعوې نه مني، په نړۍ کې د امريکا په ګډون اکثره هېودونه د تايوان خپلواکي نه تسليموي او ډېر کم ملکونه داسې دي چې تايوان يو آزاد ملک ګڼي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال وېلیم ګالو د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي