په پښتونخوا او بلوچستان کې ښځې د پولیو ختمولو په کمپاینونو کې بنیادي کردار تر سره کوي

فهیمه بي بي د پاکستان په ترهګرۍ ځپلې او د پولیو په اغېزمنه صوبه خیبر پښتونخوا کې د پوليو په ضد کمپاین په لومړۍ کرښه کې کار کوي. په پښتونخوا او بلوچستان کې پولیو کارکوونکي او د دوی امنیت ساتونکي پولیس له څو کلونو راهیسې د وسلوالو بریدونو له خطر سره مخ دي.

د روان کال په لومړیو میاشتو کې چې د باجوړ په قبایلي ضلع کې وسلوالو د پولیو ضد کمپاین پر امنیتي ټیم بمي برید وکړ او په نتیجه کې یې پینځه پولیس عسکر ووژل شول، تر شل زیات نور ټپیان شول، نو دا ډېره اندېښمنه وه.

فهیمې بي بي وي او اې ډیوه ته وویل، "کله چې زه له پولیو وېکسین ډلې سره بهر ځم، زه ډاډمنه نه یم چې بیرته به خوندي کور ته راستنه شم."

خو پر امنیتي خطرونو باوجود فهیمې بي بي د خپل کار لپاره کلک عزم ساتلی او وایي، "مقصد یې لوی دی ځکه نو لویه اراده او قرباني غواړي."

فهیمه بي بي د پولیو د زرګونو نورو ښځینه کارکوونکو غوندې خپل کلتوري خنډونه ماتوي او اکثره د پاکستان په پښتونخوا صوبه کې هغو سیمو ته د پولیو ضد کمپاین لپاره ځي چې ورته رسېدل ګران دي.

د پولیو ښځینه کارکوونکې په ساړه ژمي، په سخته ګرمۍ او د واورو په موسم کې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته له وژونکې پولیو ناروغۍ د ژغورنې وېکسین ورکوي چې لا هم په پاکستان او ګاونډي افغانستان کې ختمه نه ده.

د فهیمې بي بي غوندې په زرګونو نورې هغه ښځینه طبي کارکوونکې هم دې ته ورته جذبه لري چې د صوبې په لرې پرتو او زوړپالو قبایلي پښتني سیمو کې ماشومان وېکسین کوي.

اسماء د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د پولیو وېکسین ته د انکاري خلکو هڅوونکې ده. هغه وي او اې ډیوه ته وایي:

"زموږ کار دا دی پر دې خبره د میندو پلرونو راضي کول دي چې خپل ماشومان وېکسین کړي، موږ هغو کورنیو ته ورځو چې د خپلو اولادونو په وېکسین کولو کې زړه نازړه وي."

د پاکستان د پوليو ختمولو د سرکاري‌ پروګرام له مخې، په ټولو 400,000 پولیو کارکوونکو کې 2,25440 ښځینه روغتیایي کارکوونکې د دې ډاډ تر لاسه کولو لپاره کور پر کور ګرځي چې په پاکستان کې هر یو ماشوم ته پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي او هغوی له ټول عمري معذورۍ وژغوري.

په پاکستان کې د سږ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې تر اوسه پورې د پولیو 39 پېښې تایید شوې دي، خو په تېر 2023م کال کې په ټول هېواد کې یواځې شپږ پېښې رپوټ شوې وې.

په روان کار کې تر اوسه له بلوچستان څخه 20، له سیند څخه 12، له خېبر پښتونخوا نه پینځه او له پنجاب او اسلام آباده یوه- یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

په پاکستان کې سږ کال په داسې حال کې د پولیو د پېښو شمېر په زیاتېدو دی چې د تشدد پېښو په ځانګړې توګه په پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوالو بریدونو د دې ناروغۍ د ختمولو هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې چارواکي وايي، د هغو ښځینه طبي کارکوونکو له مهم رول پرته د پولیو پروګرام د کامیابۍ تصور نه شي کېدای چې د وېکسین په برخه کې په کار بوختې دي.

په بلوچستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې یو افسر ډاکټر نیر خان لوڼي وي او اې ډیوه ته وویل، له ښځینه وېکسینېټرانو پرته د پولیو وېکسین تر سره کول امکان نه لري:

"د ډېرو کورونو ښځې د پولیو له نارینه کارکوونکو سره خبرې نه شي کولای او ښځینه کارکوونکې په اسانۍ کورونو ته ورځي چې تر پینځو کلونو کم عمره ماشومان وېکسین کړي."

ډاکټر نیر وايي، له کله راهیسې چې د وېکسینېشن په ټیمونو کې ښځې شاملې کړای شوې دي د پولیو په ضد کمپاینونو کې ماشومانو ته د وېکسین ورکولو کار پرمختګ کړی دی.

ډاکټر لوڼی وايي، دغه ښځینه کارکوونکو پر کلتوري او مذهبي خنډونو قابو موندلی دی او اوس په لرې پرتو او قبایلي سیمو کې کار کوي، چې وایي له کبله یې اوس شمېر هم د پخوا په نسبت زیات شوی دی.

له پولیو د پاک پاکستان هدف دوه کاله مخکې هغه وخت بېخي را نیژدې شوی وو چې د پولیو پېښې کمې شوې، خو په روان کال کې خصوصاً په روانه اکتوبر میاشت کې د پولیو پېښو زیاتوالي ټولو اړخونه اندېښمن کړي دي.

نړیواله ټولنه د پولیو ختمولو هڅو ته ځانګړې پاملرنه کوي او زیات وسایل ورته بېلوي ځکه چې پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یواځیني هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي لا ماشومان په ګوزڼ یا فالج اخته کوي.

د پولیو ختمولو نړیوال پروګرام د دې اوونۍ په پیل کې اټکل کړی وو چې د 2022 او 2029م د سټرېټیجیکې مودې لپاره د پولیو د پراختیايي پروګرام د ټولې بودیجې اړتیا 6.9 ارب امریکایي ډالر ده، چې د 2022 او 2026م تر اټکل شویو 4.8 ارب ډالرو زیاتې دي.