یمن کې القاعده د خپل یو مشر د وژنې تصدیق کړی دی

د عرب په جزیره نما کې د القاعده څانگې د شورو په ورځ یو وډیو پیغام کې د سید الشهري د وژنې اعلان کړی دی

یمن کې د القاعدې څانگې تصدیق کړی دی چې د ډرون په حمله کې يي د دویمې درجې مشر وژلی شوی دی.
د عرب په جزیره نما کې د القاعده څانگې د شورو په ورځ یو وډیو پیغام کې د سید الشهري د وژنې اعلان کړی دی.
ددې نه وړاندې د یمن حکومت هم د الشهري د وژنې څو وارې اعلان کړی وو.
د سعودي عرب شهري، الشهري، د گوانټانامو، کیوبا، پوځي زندان کې پنځه کاله تیر کړې وو. هغه په کال ٢٠٠٧ کې ازاد کړی شواو بیرته سعودي عرب ته لاړ. هغه د وسله والو د بیا رغونې په یو پروگرام کې څه وخت تیر کړو او ورسته یمن کې د القاعده سره څرگند شو.
د امریکې د دفاع وزارت یا پینټگان په یو خفیه دستاویز کې چې وکي لیکس په کال ٢٠١١ کې افشا کړی وو، د الشهري شناخت د سعودي د کورني امنیت ادارې د یو چارواکې په توگه کړی وو. هغه به د القاعده د سعودي وسله والو لپاره په ایران افغانستان ته د تگ لاره سموله.
امریکا یمن کې د القاعدې څانگه د نړۍ په خطرناکو تنظیمونو کې شمیرې او په تیرو څو کالو کې يي د ډرون د لارې هلته د القاعده غړې په نخښه کړې دي.