پاکستانی يوټيوبر خبريال عمران رياض د لاهور په هوايي اډه ګرفتار کړل شوی، ويل شوي هغه د کورنۍ سره حج ته تلو او په احرام کې وو.
د عمران ریاض د اېکس (پخواني ټویټر) اکاونټ څخه ځينې ويډيوز پوسټ کړل شوي او ورته ليکل شوي:
"عمران رياض خان په هوايي اډه د عدالتي احکاماتو باوجود په احرام کې، په وردۍ کې او بغېر وردۍ کسانو ګرفتار کړو، عمران رياض خان په ديکو او بدتميزۍ سره ونيول شو. عمران رياض خان په اوچت غږ کې لبېک الله ويل او هغه په يوه تور ويګو ګاډي کې کښېنول شو".
له دغې وړاندې د هغه په اېکس اکاونټ يو بل پوسټ کې ويل شوي، اطلاعات ورته ترلاسه شوي چې په هوايي اډه د هغه د ودرولو هڅې کېدی شي، هغه ويلي، که د حج نه د ودرولو دپاره نیول کيږي تيار دی، حالانکه په ټولو قضيو کې په ضمانت دی.
عمران ریاض پر خپل اکاونټ په پوسټ کړې یوه ویډیو کې وایي، دی خپل ملک هیڅکله نه پرېږدي خو اوس یواځې د حج د مراسمو لپاره سعودي ته روان وو، وایي وړم او تېر کال ی هم حج ته د تلو نیت کړی وو خو اجازه ور نه کړل شوه او سږ کال یې چې حج ته د تلو نیت کړی بیا نه پرېښوول کیږي:
"زه یواځې د حج په نیت ځم، زه چې حج وکړم بیرته راځم ځکه ما عدالت ته ویلي د راتلونکې [جولای] د میاشتې پر اتمه نېټه چې کومه پېشي ده زه به هغې ته وړاندې کېږم، ما تر اوسه د قانون هیڅ سرغړونه نه ده کړې او اوس حج ته د تلو حق استعمالوم، دا پینځم وار دی زه ټکټ اخلم، ما خپله کورنۍ هم له بهره د حج لپاره را غوښتې او پر هوایي میدان زما په انتظار ده".
د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د عمران رياض وکیل اظهر فاورق لاهور هايکورټ ته د عمران رياض د نیولو او د هغه پرضد درج مقدمو د تفصيلاتو دپاره خواست کړی، مرکزي حکومت او نور یې پکې فریق جوړ کړي دي.
اظهر فاروق ویلي، په 11م جون د عمران رياض نوم اېګزټ کنټرول لسټ (يا ملک نه بهر نه تلو) د فهرست نه ويستل شوی، خو د لاهور په هوايي اډه نيول شوی او نامعلومه ځای ته منتقل کړل شوی دی، د هغه پرضد د مقدمو تفصيل نه دی ويل شوی او نيول شوی دی.
د پنجاب پوليسو مشر (آی جي) ډاکټر عثمان انور په لاهور هايکورټ کې مطبوعاتو سره خبرو کې د عمران رياض نيول تاييد کړي او ويلي يې دي بې د مقدمې څوک نه نيول کيږي خو د مقدمې تفصيل یې نه دی ویلی.
عمران ریاض د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په پلويتوب او اوسني حکومت او اسټبلشمنټ پرضد بيانونه ورکوونکی ګڼل کيږي.
نوموړی تېر کال هم بې درکه شوی او خواوشا څلور مياشتې وروسته بيرته راغلی وو، روان کال هم هغه د مذهبي کرکې خورولو او د چيف جسټس پرضد د کرکې خورولو په تور نيول شوی وو.