د اوکراین صدر د روسي کمپنو په ضد د امریکايي پابندیو هرکلی کړی

زېلېنسکي د زیارت، پنجشنبې، په شپه قام ته خپله شبینه وېنا کې وویل پکار ده چې د روس خلاف بندویزونه په مکمله توګه چې روس سره یې د خلاف ورزۍ لاره نه وي

د اوکراین صدر ودلادومېر زېلېنسکي ویلي هغه د امریکې شکریه ادا کوي چې په اوکراین د روس د یرغل د ملاتړ په سر په 220 نه زیاتو روسي کمپونو او افرادو "نوي او زیات قوي" بندیزونه ولګول.

امریکې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د چین، ترکي او د متحده عرب اماراتو د 100 نه زیاتو کمپنو او تنانو په دې الزام بندیزونه ولګول چې روس دپاره په اوکراین یرغل کې استعمالېدونکي ساز او سامان اخلی.

زېلېنسکي د زیارت، پنجشنبې، په شپه قام ته خپله شبینه وېنا کې وویل پکار ده چې د روس خلاف بندویزونه په مکمله توګه چې روس سره یې د خلاف ورزۍ لاره نه وي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اوکراین په کېرسون سیمه کې د روس د بمبارۍ له امله، د مقامي چارواکو په وېنا، دوه ملکي کسان ووژل شوو.

په ژاپوریژا سیمه کې د اېټمي بجلي ګر سره نږدي د اوکراین د ډرون حملې وروسته روس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل چې اوکراین د "اور سره لوبې" کوي. دا اېټمي پلانټ د مارچ 2022 راهسې د روس په واک اختیار کې دی.

د روس د دفاع وزارت وویل روسي ځواکونو د اوکراین نهه ډرون راوغورځول.

د ملګرو ملتونو اېټمي توانای ادارې اټامک اېنراېجنسي په مستقل ډول د ژاپوریژا اېټمي پلانټ سره د حادثې په اړه خبرداری کړی دی.