ټاکل شوې ده چې پاکستان خپله لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه د یوې لسیزې نه په ډیر وخت کې په کورنۍ خاوره وکړي.
د سري لنکا کرکټ لوبډله (ټیم) د دوو ټېسټ سیالیو (مېچونو) لپاره د پاکستان سفر کوي. لمړی کرکټ ټېسټ مېچ به د 11م نه تر15م ډسیمبر په روالپنډۍ کې کیږي. دوهم ټیسټ (سیالۍ) به د کراچۍ په نیشنل کرکټ سټیډیم کې د 19م نه تر 23م ډسیمبرترسره کېږي.
په 2009م کال د مارچ په دریمه د سري لنکا کرکټ ټیم پر بس په لاهور ښار کې د ترهگرو برید کړې و چې په دغه برید کې شپږ تنه پولیس او دوه ملکي وگړي مړه او شپږ لوبغاړي ژوبل شوي وو. پاکستاني چارواکو ویلي وو په دغه برید کې 12 وسله والو برخه اخېستې وه .
دغه برید د پاکستان د کرکټ لپاره لوی گوزار و د کوم له مخه په دغه هیواد کې نړیوال کرکټ ختم شوې وو. پاکستان کرکټ ټیم به خپل ډیر نړیوال مېچونه په دبۍ کې کولو.
تېره میاشت په پاکستان کې د کرکټ کنټرول ادارې پی سی بی ویلي ؤ چې د سري لانکا کرکټ ټیم د سېپټمبر او اکتوبر په میاشت کې د یو ورځینیو او شل اوریزو نړیوالو سیالۍ د کامیابی سره د ترسره کولو وروسته د ټیسټ کرکټ سیالیو لپاره موافقه کړې وه