د خيبر پښتونخوا د کرونده ګرو د رابطه کونسل عمومي سېکتر لیاقت علی وی او ای ډیوه ته وایي په ملکي کچه د ګرانۍ له وجې د کرونده ګرو خرڅونه زیات شوي او حکومت دې د یو کلوګرام تمباکو بيعه 350 روپۍ مقرر کړي
په خېبر پښتونخوا کی نن د اختر په دویمه ورځ هم څاروي قرباني کیږې خو ځايي اوسیدونکي وایي نن هم قصابانو خپلې بیعې نه دي کمې کړي او د تیرې ورځ په رنګ د 12000 روپو پورې د یو څاروي د حلالولو اجرت اخلي.
دمردان دپولیسو دپولیسو دعملیاتو دڅانګې مشر یا ایس پي اپریشن شاه ممتاز خان وي او ای ډیوه ته ویلي دا چاودنه دخودساخته بم دچاودیدو له امله شوې ده
د پاکستان د خزانې وزارت اندېښمن دی چې په راتلونکي مالي کال کې به ګراني د 15 فيصدو نه زیاته شي او امکان دی چې په ملکې کچه د اقتصادي بې ثباتۍ او د نړيوالو اغېزو له امله د پاکستان اقتصادي پرمختيا په قلاره شي.
په پاکستان د صحت قامي اداره وايي، په ټول هیواد کې د کرونا امیکرون کېسونو شرح 2.85% زیاته شوې او تر ټولو زیات کېسونه د سيند صوبې په کراچۍ ښار کې مخې ته راغلي چرته چې د مثبت کېسونو شرح 22فيصده ته رسېدلې ده.
د خېبر پښتونخوا په کوز دير ضلع کې د يو جومات د ملا خلاف د مذهبي جذباتو د مجروحه کولو ضد مقدمه درج کړی شوې ده. خو نوموړي ملا د ګرفتارۍ نه وړاندې د عدالت نه ضمانت ترلاسه کړی دی.
د پاکستان مرکزي حکومت د کال 2022-23 د مالي کال په بجټ/ بوديجې کې مرکزي د ماليې/ ټېکس ادارې اېف بي ار ته د 7000اربه روپو نه زيات د ماليې هدف ورکړی دی کوم چې د تېر مالي کال 2021-22 په مقابله کې 20.1 فيصده زيات دی.
پاکستانۍ روپۍ د امریکايي ډالر په مقابله کې نوره بې قدره شوې او په ريکارډ کچه راغورځېدلې ده، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [7 جون] د روپۍ په مقابله کې د یو ډالر بيعه د 203 روپو نه سېوا شوې ده.
د پاکستان تحریک انصاف د صوبايۍ اسمبلۍ غړی عبدالسلام اپريدی وايي، دوی د صوابۍ په وړوکي لاهور پولیس تاڼه کې خواست کړی چې د ګوند د مړ شوي غړي مقدمه يې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف او مسلم ليګ ن د نورو مشرانو پرضد درج کړي.
نور کتل