د وړو کاروبار کوونکو د خیبر پښتونخوا د اتحاد پخوانی مشر اضغر خان اتمانخیل وايي د حکومت پالیسۍ خو منظورې شي خو بیا عملي کیږی نا. اتمانخیل وايي د توانای د زیاتو، په صنعتي پیداوار د زیاتو خرچونو، مالیاتي بې انصافۍ او د قانوني پیچیدګو له وجې واړه کاروبار کووونکي سخت مشکلات لري
په خیبر پښتونخوا کې سوداګر وایي د بجلۍ په بیعو کې زیاتوالی او د توانایۍ لوړې بیعې به دخلکو ملاګانې ماتې کړي او ملکي پیداوار د متاثره کیدو په وجه به برامدات هم متاثره شي.
دپاکستان د اقتصادي پرمختیا اداره وایي په کال 2021م کې د بې روزګارۍ شرحه 24فیصدي ته لوړه شوې او ملک کې د ښځو د بې روزګارۍ شرحه 40فیصدي ده .
د ماربلو یو کارخانه دار وایي، حکومت ته یې ویلي دي چې د کارخانو ستونزې د فرورۍ د وړومبی نیټې پورې هوارې کړي ګنې د صوبی 3600 د ماربلو کارخانی به هړتال وکړي.
په دغو مړو شوؤ کې داسد الله په نوم هغه زلمي اسدالله هم شامل ؤ چې د اوو خویندو یوازینی ورور ؤ.
د ملک دنورو برخو په څېر په خیبر پښتونخوا کې هم کرونده ګر وایي په صوبه کې د یوریا او ډی ای پی څرو د بحران سره مخ دي او د زیاتو بیعو له امله کرونده ګر په یوریا سره تر لاسه کولو کې مشکلات لري.
فواد چوهدري وايي د پاکستان اقتصادي اشارې مثبتې دي خو اقتصاد پوهان په ګرانۍ کې د کمي امکان نه ويني
په پاکستان کې د شماریاتو اداره وایي په کال 2021 کې ګرانی د 11فیصدي نه12.3فیصدي ته زیاته شوې ده او دکال 2020م په پرتله دسمبر2021 کې ګراني په ریکارډ کچه زیاته شوې ده.
د پاکستان مرکزي حکومت د نيشنل سيکیورټي پاليسۍ يا ملي امنیت پاليسي منظوري ورکړې، او د پاکستان طاقتورې ادارې پوځ د دغه پاليسۍ ملاتړ کړی دی، اقتصاد پوهان وايي که دغه پاليسي پوره عملي شوه نو د دې سره به د ګاونډي هېوادونو سره د پاکستان تجارت وده وکړي او اقتصاد به يې ورسره ښه شي.
اقتصاد پوهان وایي په کال 2021م کې د پاکستاني روپۍ قدر 12فیصدي راکم شوی او روان کال د روپۍ مقابله کې د ډالر نرخ د152.50روپو نه 181.20 روپو ته رسیدلی دی.
دپاکستان دننه په خلاص مارکیټ کې دروپۍ په پرتله دډالر بيعه نوره لوړه شوې خو په دبینکونو دننه بیا دډالر بيعه درې پیسې راکمه شوې ده.
د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) وايي، د روان مالي کال په لومړو پينځه میاشتو کې تجارتي خساره اووه اربه ډالرو ته رسېدلې ده، او علت يې درامدات یا ملک ته د راتلونکو څيزونو زياتوالی ښودل شوی دی.
د پاکستان د شمیرنې اداره وایي تیره اوونۍ په دغه هیواد کې د خوراکې توکو بیعې 0.55 % نورې لوړې شوي او کلیزه ګراني د 19فیصدي نه زیاته شوې ده.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، "پاکستان په کاميابۍ سره ترهګرۍ ته ماتې ورکړې ده، د تشدد دپاره هيڅ زغم نه لرو چې د وسيلې په توګه کارول کیږي".
پاکستان انسټیټیوټ آف ډویلپمنټ اکنامکس د شمیرو مطابق پاکستان کې د مجموعي آبادۍ 40 فیصده ښځی هم بیروزګاره دي. سږ کال د جون په میاشت کې د پاکستان حکومت د سروی مطابق د کرونا وبا له وجی 20 مېلین نه زیات خلک بیروزګاره شوي دي.
دپلټنو یوې ګډې ډلې دخببر پښتونخوا په کوز دیر سیمه کې دیوې میرمنې لخوا په جنسي تیري تورن کړل شوی سول جج په هغه دلګول شوؤ تورونو نه پاک کړی اؤ محکمې په ضمانت دهغه دخوشې کولو امر کړی دی.
په خیبرپښتونخوا کی پوهان وایي په پاکستان کې د تندلاریتوب او سخت دریځۍ روزنه په حکومتي کچه کیږي او که ددې مخه ونه نیول شوه دا به پاکستان ته سخت زیان ورسوي.
نور کتل