کرونده گر وايي د سوات نه پس د شفتالانو زیات پېداوار د ملا کنډ په لاندینو علاقو لکه شیرگړ، مردان او بیا په زیاته کچه په چارسده کښې کېږي. نن سبا د لومړي فصل د اول ګرېډ یا درجې اووه کلو ډبې په بازار کښې په ٥٠٠ روپۍ خرڅیږی
رپورټ وايي د فېبرورۍ په میاشت کې د امریکې د تجارت کاونسل وزیراعظم عمران خان ته تشویش څرگند کړو چې د خورا ک او تحقیق وزارت یې ملاتړ نه کوي خو د پاکستان د توخمونو اتحاد په صنعتي کچه د جي اېم توخمونو د کښت مخالفت کړی دی
خان شیر د سیند په غاړه پټی د ډیزلو پمپ په زریعه د سیند نه اوبه کوي وايي د تیرو ورځو بارانونو یې پټې ښه وتر کړی دی. خان شیر وايي کله چې پټې د گني نه خالي کوي او د غنمو دپاره یې تیاروي نو د کر وخت د ډسمبر میاشت ته ووځي او په دغه وخت کې د نهرونو د صفايي دپاره اوبه کمې وي
د غویانو د منډو یوه مقابله د تېر زیارت، پنجشنبې، په ورځ د چارسدې په حيمد ميان ډهيرۍ کښي وشوه. په دغه مقابله کې د خېبرپښتونخوا د نوښار، صوابۍ، تورډهير او د جلبۍ نه د قلبو مالکانو برخه واخیسته. په دغه مقابله کې ٢٠ غویانو برخه واخیسته
محمد امین د سبزۍ کرونده گر دی، وي او ای ډیوه ته یې وویل بارانونو په وجه د سبزۍ په فصل بېمارۍ لگېدلې دي او پټې خټه شوې دي کارکونکي فصل نشي راټولولی. "پټي خټه دي ورکوزیدی نشوو."
د شنکیارۍ د چای د تحقیق ادارې مشر فرخ سیر احمد وویل د خېبر پښتونخوا په مانسهره، سوات، بټگرام او د پاکستان د انتظام دلاندې کشمیر کې داسې سیمې شته چې د چای کرونده پکې کیدلی شي
زرعي ماهرین وايي په خیبر پښتونخوا کې هرکال د زيتونو بوټو پيداوار سېوا کیږي او اوس زيات پام دې ته ګرځول شوی چې څنګه ځنګلي ښونه او د نورو بوټو په پيوند کارۍ د زیتونو بوټي سېواکړي.
په نوو تخمونو کې اووه د غنمو، دوه د گني او مونگ دالو یو قسم شامل دی. د تخمونو د څیړنې اداره د صوبې په مخلتفو برخو کې د فصل د پیداوار او ابو او هوا په لحاظ مختلف تخمونه معارفي کوي
په خېبر پښتونخوا او د افغانستان په ډېرو سيمو کې کرونده ګر د اکتوبراو نومبر په مياشتو کې غنم کري خو په دغه سيمو کې اکثره کرونده ګر د تخمونو د ساېنسي معلوماتو نه بې خبره وي اود غنمو دکروندې په وخت د خپلو خمبو نه زاړه غنم په روايتي ډول په خپلو پټو کې اونولي