لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

کراچۍ: په انږور د تېزاب پاشلو جرم کې عدالت خواښې اؤ د هغې دوؤ زامنو ته 14 کلن بند سزا اورولې ده

د کراچۍ یو ځایي عدالت پخپله انږور تیزاب پاشونکې خواښې اؤ د هغې دوؤ زامنو ته د 14 کالو د بند اؤ لسو، لسو لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې دغه دریواړه ملزمان عدزا،عباس مسیح اؤ فرحان د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ د غربي سیمې د اېډیشنل سیشن جج عدالت ته وړاندې کړل شوي اؤ هلته ورته جج د 14 کالو د بند سزا اورولې ده.

د دریواړو ملزمانو په ضد د کراچۍ په سرجاني ټاؤن تاڼه کې مقدمه درج وه.

ډان پخپل رپورټ کې د مدعي وکیل لیاقت علي خان ګبول له خولې ویلي چې د په شمشاد مسیح نومې ښځه تور ؤ چې هغې د خپلو زامنو په مرسته پخپله انږور چندا تېزاب پاشلي وؤ چې له امله یې د هغې بدن سوځېدلی ؤ.

وکیل ویلي چې د قضیې د پيروۍ په مهال اغېزمې جینۍ چندا ، د مقدمې مدعي اؤ نورو ګواهانو د تورونو کسانو په ضد ګواهي ورکړې اؤ په عدالت یې د هغوي پېژندنه هم کړې ده.

عدالت له دلیلونو اورېدو وروسته د تېزاب پاشلو په جرم کې دغه مور اؤ د هغې دوؤ زامنو ته د څوارلسو کالو د بند اؤ لسو،لسو لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

تېره د ستمبر میاشت کې د بشري حقونو په اړه د پاکستان د سېنېټ فنکشنل کمېټۍ په سیند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په ضد په جرمونو کې په زياتوالي انديښنې څرګندې کړې او د پولیسو د کار په اړه يې پوښتنې راولاړې کړې وې.

دسېنېټ فنکشنل کمېټې د غونډې په مهال د کمیټې مشرې ثمینه ممتاز ویلي وؤ چې په ښځو اؤ ماشومانو د تشدد 1058 مقدمو څخه 985 لا اوس هم د ځنډ ښکار دي اؤ په اړه یې هیڅ فیصلې نه دي شوې.

هغې ویلي وؤ په ښځو د تشدد مقدمو کې تورنو ملزمانو ته د سزا ورکولو کچه صفر ده.

د بشري حقونو کارمندان وایي یوازې سیند صوبه کې نه بلکې په ټول هیواد کې د ښځو پر ضد د تشدد پېښو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.

د نرښځي ډولفن ایان نه په جبر جوړې شوې لوڅې ویډیو ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودل شوی

ډولفن ایان
ډولفن ایان

په پېښور کې د میشت یو اعلا تعلیم یافته اؤ مشهور نرښځې ډولفن ایان نه د وسلې په زور لوڅې ویډیو جوړولو اؤ بیا ددغه ویډیو وایرل کولو یا خورولو ته په ټولنیزو رسنیو د ژوند د بیلابیلو تپو خلکو سخت غبرګون ښودلی.

د مدني ټولنې اؤ سوشل میډیا فعالانو، قانون پوهانو ،لیکوالانو اؤ خبریالانو په ټولنیزو رسنیو د ډولفن ایان سره کلک یو والی ښودلی، د ډولفن دپاره په ټولنيزو رسنیو د #justicefordolphinayan ټرېنډ پيل کړل شوی، د دې پېښې غندنه یې کړې اؤ په حکومت اؤ قانون پځای کوونکو ادارو یې ټینګار کړی چې دې پېښه کې ککړ کسان باید زر تر زره ګرفتار اؤ خپل انجام ته ورسول شي.

ډولفن پخپل یو ویډیو بیان کې په ټولنه غږ کړی چې که د هغه نه په زوره جامې کوزې کړل شوې نو سبا د نورو خلکو له لوڼو اؤ زامنو هم داسې جامې کوزیدای شي ځکه نو ټولنه باید په دې پېښه خپل غږ اوچت کړي.

ډولفن ایان هغه نومونه هم مخې ته راوړي چا چې ترې دا ویډیو جوړه کړې اؤ په سوشل ميډيا خوره کړې ده اؤ د صوبې د وزیر اعلا، د پولیسو د مشر اؤ د پېښور د مئیر نه یې غوښتنه کړې ده چې په پېښه کې ککړ کسان دې زر تر زره ونیول شي.

په ټولنیزو رسنیو خپره شوې د ۵۴ سیکنډو یا ثانیو په ویډیو کې لیدل کیږي چې ډولفن ایان په یوه کوټه کې په کټ لوڅ په ژړغوني انداز ناست دی اؤ یو بل تن چې په ویډیو کې یې یوازې غږ راخیژي اؤ مخ یې نه لیدل کیږي هغه ته د مرګ ګواښ کوي اؤ ورته وایي "ولم دې ، قسم مې دې په خدایې وي چې ګوری(تمانچه) ډکه ده"

دغه تن په زوره ډولفن ایان له کټه راپورته کوي ، د کېمرې مخې ته د هغه لوڅ بندن راولي اؤ ویډیو ترې جوړوي.

ډولفن ایان ویلي چا چې ترې ویډیو جوړه کړې هغه د چارسدې د شبقدر سیمې اوسیدونکی دی اؤ د هغه د نوم سره ،سره یې د هغه د پلار اؤ ورور نومونه هم مخې ته راوړي خو دا یې نه دي ویلي چې دا ویډیو ترې ولې جوړه کړل شوې ده.

هغه پخپل بیان کې ویلي په سټام پېپر ورسره لیکل شوي وؤ چې دا ویډیو به نه وایرل کیږي خو وایي بیا هم وایرل کړل شوه.

تر دې وړاندې پخپلو بیلابیلو مرکو کې ډولفن ایان ویلي وؤ هغوي (نرښځيان) زوره ور خلک د وسلو په زور د ځان سره بوځي ، بدکاري ورسره وکړي اؤ بیا ترې لوڅې ویډیوګانې جوړې کړي اؤ ټول عمر یې بیا په دغو ویډیوګانو بلیک میل کوي.

په ټولنیزو رسنیو بیلابیلو شخصیاتو دې ویډیو ته کلک غبرګون ښودلی اؤ دا یې د انسانیت نه یو پریوتی عمل بللی دی.

خبریال محمد فهیم په ایکس رسنۍ لیکلي" د ټوپک په زور د ډولفن ایان غیر اخلاقي ویډیو جوړه اؤ وایرل کړل شوه ، په دې ټولنه کې نه ماشومان خوندي دي او نه ښځې اؤ نرښځیان".

هغه وایي "ایان نرښځي دی اؤ د خپلې ورورولۍ د خلکو د حقونو لپاره بې کچه متحرک دی ، دا خو یقيني نه ده چې د (پېښې)د ذمه وارانو په ضد به اقدام وشي خو دا یقيني ده چې دا وروستۍ پېښه نه ده"

ډولفن ایان چې یو اعلا تعلیم یافته دی ، ګریجویشن یې د پېښور ايډورډ کالج څخه کړی اؤ تر هغې وروسته یې د سول انجنیر په توګه سند هم ترلاسه کړی دی خو وایي د کور کلي اؤ د ټولنې خلکو نه پرېښودو اؤ تنګولو یې نو ځکه یې د نڅاه لوري ته مخه وکړه اؤ اوس په پېښور کې نڅاه د یو هنر په توګه کوي.

د فلمونو وتلي افغان ستوري اریان خان په فیس بک لیکلي د ډولفن ایان د دې ناوړه او ظلم ډکې پېښې په اړه اوریدل زړه بوږګنوونکی دي.

هغه وایي" زموږ په ټولنه کې د ټرانسجینډر وګړو سره داسې وحشیانه چلند، په ځانګړې توګه د دوي د عزت په وړاندې داسې تیری، نه یوازې یوه غیرانساني رویه ده، بلکې زموږ د ټولنیز شعور او اخلاقو په کمزورۍ باندې هم لویه سوالیه نښه ده"

هغه وایي "نه پوهېږم زموږ په پښتنو بیا په اسلامي معاشره کې اکثر ظلم ، جنسي زیاتی ، مرګ د مظلوم ، امن پسند ، په ژوند میینو خلکو سره ولې کېږي ؟ ظالم ، شرپسند ، وحشي ، د بې ګناه انسانانو قتلِ عام کولو واله ؤ سره ولې نه کېږي ؟ د وحشتي طاقتورو پر خلاف دوی غېرت ، پښتو ، مذهبي جنون چرته ورک شي ؟"

لیکوال ، شاعر اؤ کالم لیکونکي فضل مومند په فیس بک لیکلي "د ډولفن ایان سره چې کوم ظلم شوی دی مونږه یې پۀ سختو ټکو سره غندنه کوؤ، تمه لرو چې ملزمان دې زر تر زره ګرفتار کړی شي"

وي او اې ډیوه هڅه وکړه چې د دې پېښې په اړه د صوبې د پولیسو د مشر یا آي جي اختر حیات ګنډاپور اؤ د صوبایي حکومت د ویاند بېرسټر سېف نظرونه واخلي خو دغو دواړو لوړ پوړو چارواکو سره د تماس نیولو هڅه بریالۍ نه شوه.

تر دې پېښې څو ورځې وړاندې په ۲۱م اکتوبر مردان کې دوه نرښځیان د خنجر په ګزارونو وژل شوي وؤ.

خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحادیې مشره فرزانه وايي، ټول ملک او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې نرښځیانو ته تحفظ نشته.

ډیوه سره خبرو کې هغې ویلي چې په روان کال کې په خېبر پښتونخوا کې د نهو پورې نرښځيان وژل شوي، هغې وويل، د کال 2015م نه خېبرپښتونخوا کې د 145 نه زيات نرښځيان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي په بنو کې یې د یو افسر په شمول درې عسکر وژل شوي دي

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل د امنیتي ځواکونو او د "خورایجو" جګړه د بنو په بکا خېلو سیمه کې وشوه
د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل د امنیتي ځواکونو او د "خورایجو" جګړه د بنو په بکا خېلو سیمه کې وشوه

د پاکستان پوځ ویلي د خېبر پښتونخوا په بنو ضلع کې د وسله والو سره جګړه کې يې د یو افسر په شمول درې عسکر وژل شوي او امنیتي ځواکونو اته وسله وال وژلي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل د امنیتي ځواکونو او د "خورایجو" جګړه د بنو په بکا خېلو سیمه کې وشوه.

پوځ وویل په سیمه کې د وسله والو د موجوګۍ په اړه يې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو او اپرېشن يې شروع کړی و چې وسله والو سره يې جګړه شروع شوه.

ايي اېس پي ار وویل په جګړه کې يې یو مېجر او دوه نور عسکر ووژل شوو او ځواکونه اته وسله وال ووژل.
د ايي اېس پي ار د بیان نه مخکې بنو پولیس، په سیمه کې امنیتي سرچینو او کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان په بکا خېلو کې د جګړې تصدیق کړی و.

په تېره څه موده کې په خیبرپښتونخوا او په خصوصي توګه د صوبې به جنوبي ضلعو کې ټي ټي پي د ګڼ شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

پوځي او حکومتي چارواکي وايي وسله والو خلاف عملیات کوي.

ايي اېس پي ار د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بل بیان کې وویل چې د بلوچستان د ژوب ضلعې په سمبازه سیمه کې يې وسله والو خلاف عملیاتو کې یو وسله وال ووژلو او بل يې په زخمي حالت کې ونیولو.

پاکستان ایران سره د ګېس په شخړه کې د خپلې دفاع دپاره په امریکا کې د وکیلانو دوه کمپنۍ ونيولې

د پاکستان د پېټروليم وزیر مصدق ملک تېره میاشت پارلېمنټ ته وویل ایران سره د ګېس پایپ لاین منصوبه پوره کولو په لاره کې نړیوال بندیزونه پراته دي. هغه وویل دا ډېره پېچيده مسله ده چې په کې نړیوالې پابندۍ شاملې دي
د پاکستان د پېټروليم وزیر مصدق ملک تېره میاشت پارلېمنټ ته وویل ایران سره د ګېس پایپ لاین منصوبه پوره کولو په لاره کې نړیوال بندیزونه پراته دي. هغه وویل دا ډېره پېچيده مسله ده چې په کې نړیوالې پابندۍ شاملې دي

پاکستان په امریکا کې مېشت د وکیلانو دوه کمپنۍ نیولي دي چې ایران نه د قدرتي ګېس اخیستلو په سر شخړه کې په انټرنېشنل کورټ اف اربېټرېشن یا د ثالثۍ په نړیوال عدالت کې د هېواد نمایندګي وکړي.

د تهران دریځ دی چې اسلام اباد دې د دواړو ملکونو د معاهدې سره سم ایران نه د ګېس اخیستلو دپاره په خپله خاوره نل لیکه (ګېس پایپ لاین) د جوړولو کار پوره کړي او که نوي نو درنه جرمانه دي ادا کړي. د پاکستان دریځ دی چې په ایران نړیوالو بندیزونو دا مسله پېچیده کړې ده.

د کال ۲۰۰۹ د جون په میاشت کې دواړو ګاونډیو ملکونو یوه معاهده دستخط کړه چې ترمخه به ایران د پارس نومې د ګېس مېدان نه پاکستان ته هره ورځ یو بېلین مکعب فټ ګېس ورکوي.

په کال ۲۰۱۱ کې ایران اعلان وکړو چې په خپله خاوره يې د پاکستان د پولې پورې د ۹۰۰ کلومېټره ګېس پایب لاین د جورولو کار کار مکمل کړو.

په کال ۲۰۱۱ کې ایران اعلان وکړو چې په خپله خاوره يې د پاکستان د پولې پورې د ۹۰۰ کلومېټره ګېس پایب لاین د جورولو کار کار مکمل کړو. دوه کاله وروسته د هغه وخت ایراني صدر محمود احمدي نژاد او د پاکستان صدر اصف علي زرداري په ایران کې د اووه بېلین ډالرو مالیت منصوبې پرانيسته وکړه
په کال ۲۰۱۱ کې ایران اعلان وکړو چې په خپله خاوره يې د پاکستان د پولې پورې د ۹۰۰ کلومېټره ګېس پایب لاین د جورولو کار کار مکمل کړو. دوه کاله وروسته د هغه وخت ایراني صدر محمود احمدي نژاد او د پاکستان صدر اصف علي زرداري په ایران کې د اووه بېلین ډالرو مالیت منصوبې پرانيسته وکړه

دوه کاله وروسته د هغه وخت ایراني صدر محمود احمدي نژاد او د پاکستان صدر اصف علي زرداري په ایران کې د اووه بېلین ډالرو مالیت منصوبې پرانيسته وکړه.

په کال ۲۰۱۴ کې پاکستان غوښتنه وکړه چې د منصوبې مېعاد دې لس کاله نور وغځول شي چې دا ډول د کال ۲۰۱۵ نه واخلې د ورځ په حساب یو مېلین ډالر جرمانه د ادا کولو نه ځان وساتي.

د کال ۲۰۲۴ د مارچ په میاشت کې د پاکستان نګران حکومت د ایران د سرحد نه د ساحلي ښار ګوادر پورې د ۸۰ کلومېټر ګېس پایپ لاین د جوړولو منئظوري ورکړه خو کار پې لا نه دي شروع شوی.

د اګست په میاشت کې پاکستاني ميډیا دا خبر وکړو چې په پېرس کې د ثالثۍ عدالت ته د تګ نه وړاندې ایران پاکستان ته اخېرې نوټس ورکړو.

د منځګړيتوب په عدالت کې پاکستان د خپلې دفاع دپاره وېلکي فر اېنډ ګېلاهر او وایټ اېنډ کېس نومې د وکیلانو دوه کمپنۍ نيولي دي. دا خبره په اسلام اباد کې د اټرني جنرل اف پاکستان، مشر سرکاري وکیل (څارنوال) د دفتر سرچينې وایس اف امریکې ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه.

د پاکستان د پېټرولیم وزیر مصدق ملک
د پاکستان د پېټرولیم وزیر مصدق ملک

ایران سره د ګېس پایپ لاین په منصوبه کې د ځنډ په سر پاکستان د ۱۸ بېلین ډالر جرمانه د ادا کولو سره مخامخ دی.

د پاکستان د پېټروليم وزیر مصدق ملک تېره میاشت پارلېمنټ ته وویل ایران سره د ګېس پایپ لاین منصوبه پوره کولو په لاره کې نړیوال بندیزونه پراته دي. هغه وویل دا ډېره پېچيده مسله ده چې په کې نړیوالې پابندۍ شاملې دي.

ملک دا رپورټونه هم رد کړل چې پاکستان د ۱۸ بېلین ډالرو جرمانې سره مخامخ دی.

د پاکستاني وزیر د خبرو نه څو ګټنې وړاندې د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېتیو مېلر تهران سره د کاروبار په اړه د واشنګټن خبرداری تکرار کړی و. مېلر په واشنګټن کې د معمول خبري کانفرنس ته وویل امریکا به په ایران لګولي پابندۍ عملي کولو ته دوام ورکوی او هر څوک چې ایران سره تجارتي معاهده کوي پکار ده چې د دې د ممکنه ممضمراتو نه دې خبر وي.

د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر
د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان مېتیو مېلر

امریکې د ایران د اېټمي او بېلېسټېک مزایلو پروګرام په سر په تهران یو شمېر اقتصادي پابندۍ لګولي دي.
په ځینو وختونو کې پاکستان د دې خبرې اظهار کړی دی چې د امریکې خبرداری به و نه مني خو تراوسه يې په ظاهره داسې څه ګام نه دی پورته کړي.

پاکستان په خپله خاوره د ګېس پایپ لاین جوړولی شي خو ایران نه د ګېس اخیستلو دپاره به امریکې نه په ایران لګول شویو بندیزونو کې استثنا ترلاسه کوي. پاکستان دغه استثنا لا نه ده ترلاسه کړې.

د روس او پاکستان دفاعي، پوځي چارواکي په دوه اړخيزه دفاعي چارو غږېدلي

د اکتوبر په 29مه د روس مرستيال دفاع وزیر کرنل جنرل اليګزېنډر فومن د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير او د پاکستان هوايي ځواک مشر ايير چیف مارشل ظهیر احمد سندهو سره ليدلي، په دوه اړه خيزه دفاعي همکاريو او سيمه ییزه امنیت يي ټينګار کړی دی.

د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، د روس د اعلا چارواکو پرله پسې پاکستان ته ورتګ څرګندونه کوي، چې پاکستان اوس يواځې په امریکا انحصار کول نه غواړي.

د پاکستان پوځ ویلي، په دغو ليدنو کې د پیاوړو دفاعي اړیکو ترڅنګ په شريکو پوځي مشقونو او دواړو هیوادونو ترمینځ په لوړه کچه ټيکنيکي مرستو په اړه هم خبرې شوي دي.

څيرونکي وايي، د افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته د پاکستان د ملي امنیت دپاره مهمه ده چې روس سره اړيکې پیاوړې کړي.

د نړيوالو چارو کار پوه تيمور خان وايي، "د پاکستان روس سره دفاعي مرستې ډېر ارزښت لري. د دې په تناظر کې پاکستان د روس نه په سایبر سيکيورټي او په ايیر ډيفنس کې ډېری ګټې پورته کولی شي. دا دفاعي تعلقات پاکستان ته دا موقع هم ورکوي چې د يو هيواد [امريکې] نه بغېر ورسره نورې لارې هم پرانستې وي".

دا په داسې وخت کې چې د اکتوبر په 28مه د پاکستان صدر آصف علي زرداري د روس د پارليماني پلاوي سره ليدنه کې تمه څرګنده کړې چې ماسکو به په بريکس سازمان کې د اسلام آباد د غړيتوب ترلاسه کولو ملاتړ وکړي.

له دې وړاندې، پاکستان او روس په اسلام آباد کې د پاکستان د پارليمان په ودانۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې د پارليماني همکارۍ د زياتولو لپاره ياداښتونه هم لاس لیک کړي وو.

پاکستان ته د روس پلاوی دا سفر په داسې وخت کې کوي، چې پاکستان له سختو معاشي او امنيتي ستونزو سره مخ دی او روس هم د اوکراین شخړې له امله د نړیوالو بندیزونو او د نيوکو ښکار دی.

په کال 2023م کې پخواني وزیراعظم عمران خان د روس سفر هغه وخت کړی وو چې روس په اوکراين يرغل کړی وو. د عمران خان په سفر نه يواځی پاکستان دننه نيوکې شوې وې، بلکې امریکې پرې هم د ناخوښۍ څرګندونه کړې وه.

د رپوټونو ترمخه، په پاکستان داسې تورونه هم لګي چې د روس او اوکراين جنګ کې پاکستان په پټه په اوکراين د میلینونو ډالرو وسله خرڅه کړې وه خو تیر د پاکستان نګران حکومت دا خبرونه په کلکه رد کړي وو.

څيړونکي وايي روس سره تعلقاتو پراخه کولو سره پاکستان او د امريکې تعلقات اغېزمن کيدې شي ځکه امريکا به چري هم نه غواړي چې په دې سيمه کې د روس اثر سېوا شي.

د نړيوالو چارو استاز پروفيسر منظور اپريدی وايي، "اوس د روس مرستيال دفاع وزیر دغه دوره ډېر اهميت لري. زه دا ګڼم چې څومره دفاعي مرسته د دواړو هیوادونو ترمینځ زياتيږي نو يو حد ته چې راورسي نو يقيناً دا به امريکا ته زور ورکوي ځکه روس دا غواړي چې دلته يو سيمه يیز لايحه عمل خپل کړی شي د افغانستان په حقله نورې سيمه يیزه او د غربت مسلې دي نو په دې تناظر کې هم دا دورې ډېرې مهمي دي".

په پاکستان کې د روس چارواکو پرله پسې ملاقاتونه په داسې وخت کې شوي چې په اسلام آباد کې د روس سفارت ويلي د یو روسي وګري د تښتول کيدو په اړه د ترلاسه شويو معلوماتو په اساس څيړنه کوي.

څو ورځي وړاندي داسې رپوټونه خپاره شوي، چې يوې وسله وال ډلې د روس سيلاني تښتولي دی، بيا وروسته د يادې ډلې کمانډر ګل بهادر تاییده کړې وه چې دوی ډيره اسماعيل خان نه د روس يو وګړی اغوا کړی دی.

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG