لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: هرنایي کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د بي ایل اې د شپږو وسله والو د وژلو دعوه شوې


سرچینې وایي امنیتي ځواکونو د بلوچستان په هرنایي سیمه کې د بیلتون پاله بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان ډان نیوز او نورو رسنیو له مخې امنیتي ځواکونو دا عملیات په ۱۲م ستمبر کړي چې پکې د بلوڅ وسله والې ډلې بلوچسان لبریشن ارمي ( بي ایل اې) ځالې په نخښه کړل شوې دي. دا نه ده څرګنده چې دا خبر ولې هغه وخت له رسنیو سره نه وو شریک شوی.

سرچینو ویلي د امنیتي ځواکونو علمیاتو کې شپږ د بي ایل اې هغه د سر وسله وال وژل شوي چې په امنیتي ځواکونو اؤ بېګناه وګړو نیغ په نیغه بریدونو کې ککړ وؤ.

د وژل شوؤ وسله والو نومونه شافو سمالاني عرف تادین، سرمد خان عرف دوستین، ګل مري عرف واحد بلوڅ اؤ غلام قادر مري عرف انجنیر بلوچ ښودل شوي دي.

په ۲۶م اګست د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.

ددغو بریدونو پړه یاغي وسله والې بلوڅ ډلې بلوڅ لبریشن ارمي پر غاړه اخستې اؤ پخپل یو بیان کې یې یې دعوه کړې ده چې بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي خو د بي ایل ای دا دعوه ازادو سرچینو نه وه تایید کړې.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG