د بر جنوبي وزیرستان په مکین تحصیل کې امنیتي ځواکونو د دشکه او اباخیل سیمې د وسله والو پرضد د عملیاتو لپاره ځایي خلکو ته د خالي کولو امر کړی، خو ځايي خلک وايي دوی به د عملياتو دپاره کورونه د علاقې ونه وځي.
په کورمه کې د اکتوبر د میاشتې راهسې د سنيانو او شيعه و ترمنځ شخړې د هواري دپاره د څو ورځو راهسې په کوهاټ کې د حکومت په مرسته د مشرانو جرګه روانه ده، په جرګه کې شامل يو درېمګړي مشر وي او اې ډيوه ته وويل، امکان دی نن پرېکړه وشي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې، "د ډېورنډ د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو ".لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا باجوړ ضلعه کې د ملېشې اېف سي ځواک او وسله والو ترمنځ نښته کې څلور عسکر وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف افغانستان کې په واکمنو طالبانو غږ کړی، د خپلې خاورې څخه دې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) کارروايانې ودروي.
نور کتل
No media source currently available