لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايبټ اباد کميشن : داسامه په اړه پاکستاني چارواکو غفلت کړى


کميشن ددغه رپورټ دجوړولو لړ کې دايبټ اباد په بلاول ټاؤن کې دموقعيت لرونکي هاغه کور دوره هم کړې وه چې پکې اسامه بن لادن پټ ؤ
کميشن ددغه رپورټ دجوړولو لړ کې دايبټ اباد په بلاول ټاؤن کې دموقعيت لرونکي هاغه کور دوره هم کړې وه چې پکې اسامه بن لادن پټ ؤ
دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې په ٢مه مئ ٢٠١١ کې دشپې په وخت په يوه خفيه امريکائي کارروايۍ کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دوژنې دپيښې پلټونکي کميشن پخپل راپور کې دپاکستان په پوځير اؤ غيرپوځي قيادت نيوکه کړې ده.
کميشن په پاکستان کې تر٩ ؤ کلونو داسامه موجودگي درياستي ادارو سخت نااهليت بللى اؤ دپاکستان دخفيه ايجنسۍ ائي ايس ائي په اړه يې په ډاگه کړې چې دغه ايجنسۍ غيرپيشه وارانه عمل کړى.
دلمړۍ اؤ دوهمې مئ په شپه په کال ٢٠١١م کې ايبټ اباد کې امريکائي ځانگړو ځواکونو دصدر براک اوباما په حکم دالقاعده دمشر په ضد په منظم انداز کې کارروائي ترسره کړې وه.
دغه امريکائي پوځيان په څلورو هيلي کاپټرو کې پاکستان ته وراوښتي وؤ، چې دپاکستاني فضائيې په ريډار کې هم نۀ وؤ راغلي، دپاکستان په خاوره تر دريوؤ گينټو ايسار وؤ چې پکې هاغه ٣٨ منټه هم شامل دي، کوم چې يې دبن لادن دکور دننه تير کړي وؤ.
که هر څو ددغه کميشن راپور په سرکاري توگه نۀ دى جاري کړل شوى ، خو مقامي اؤ غيرملکي ميډيا ددغه راپور جزئيات خپارۀ کړي چې پکې وئيل شوي دي دا دپوځي اؤ غيرپوځي قيادت مشترکه ناکامي ده چې اسامه بن لادن په پاکستان کې پټ پاتې شوى ؤ.
دپاکستان حکومت داسامه بن لادن په اړه دحقيقتونو معلومولو لپاره دجسټس ريټائرډ جاويد اقبال په مشرۍ يو کميشن جوړ کړى ؤ ، چې دغه کميشن خپل راپور سږکال دجنورۍ په مياشت کې دهاغه وخت وزيراعظم راجه پرويز اشرف ته وړاندې کړى ؤ.
دپاکستان حکومت تر دې مهاله دغه راپور نۀ دى جاري کړى، خو ميډيا کې دخپور شوي ٣٣٦ؤ پاڼو دغه راپور ترمخه داعلي ترينې کچې څخه تر لاندينۍ کچې تر٩ؤ کلونو په پاکستان کې دالقاعده دمشر په اوسيدو کې حکومت دبې پرواهۍ څخه کار اخستى.
راپور کې وئيل شوي دي چې داسې هيڅ قسمه شواهد نۀ دي ترلاسه شوي چې ترې څرگنديږي ، دپاکستان موجوده يا پخوانو چارواکو دبن لادن په پټيدو کې مدد کړى، خو دغه امکان په مکمله توگه رد کيدلى هم نۀ شي.
دبن لادن اخري پټنځايې دخيبرپښتونخوا په ايبټ اباد سيمه کې دپاکستاني پوځ دستر پوځي مرکز کاکول اکيډيمۍ څخه په لږه فاصله کې په بلال ټاؤن کې موقعيت لرلو اؤ له دې امله داسې شکونه څرگندولى شول چې پاکستاني چارواکو دالقاعده دمشر په پټيدو کې مرسته کړې ، خو په راپور کې وئيل شوي دي چې ددغه شک دصحيح ثابتولو په اړه ثبوتونه نۀ دي ترلاسه شوي.
دبن لادن ديوې نزدې ملگري کونډې کميشن ته وئيلي دي چې يو ځل اسامه بن لادن اؤ دهغه کورنۍ په سوات کې پوليسو دتيزرفتارۍ دډرائيونگ له امله اودرولي وؤ، خو له دې وړاندې چې دغه پوليس داسامه بن لادن پيژندگلو وکړي، دهغې خاوند په تُندۍ سره معامله هواره کړه.
پاکستاني چارواکو له دې وړاندې منلې وه چې هغوي ته په ايبټ اباد کې دميشته نړۍ دترټولو خطرناکې تروريستي شبکې ددغه مشر داوسيدو په حقله معلومات نۀ وؤ.
رپورټ کې وئيل شوي دي چې داسامه بن لادن دوژلو لپاره دترسره شوؤ امريکائي عملياتو څخه پاکستاني چارواکي بې خبره ساتل شوي وؤ.
په دغه رپورټ کې دسينئر پوځي اؤ غيرپوځي عهديدارانو پشمول د٢٠٠ؤ گواهانو بيانونه قلمبند کړل شوي دي اؤ دايبټ اباد دبلاول ټاؤن څخه دنيول شوؤ اسامه بن لادن ددريوؤ ښځو بيانونه هم ريکارډ کړل شوي دي.
دايبټ اباد کميشن مشر جسټس ريټائرډ جاويد اقبال دنهې په ورځ يو شخصي پاکستاني ټي وي چينل سره خبرو کې وئيلي دي چې هغه دراپور په اړه څه نۀ شي وئيلى ، ځکه چې دقانون له مخې يواځې حکومت په دې دتبصرې کولو حق لري.
خو هغه وئيلي دي چې په رپورټ کې خواؤشا ١٠٠ سفارشونه حکومت ته وړاندې کړل شوي اؤ دادارو دغفلت تعين هم شوى، خو په دې اړه يې نور تفصيلات ورنۀ کړل.
کميشن ددغه رپورټ دجوړولو لړ کې دايبټ اباد په بلاول ټاؤن کې دموقعيت لرونکي هاغه کور دوره هم کړې وه چې پکې اسامه بن لادن پټ ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG