لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف:افغانستان کې به دامنيت ټينگښت لپاره هڅې دوامداره ساتو


برطانوي خارجه وزير وويل افغانستان کې دامن راوستو په اړه دپاکستان هڅې دستائيلو وړي اؤ پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مهم کردار لوبوي
برطانوي خارجه وزير وويل افغانستان کې دامن راوستو په اړه دپاکستان هڅې دستائيلو وړي اؤ پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مهم کردار لوبوي
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دزيارت په ورځ وئيلي دي چې افغانستان کې دامنيت دټينگښت هڅو کې پاکستان دنړيوالې ورورولۍ ملگرى دى.
وزيراعظم ميا محمد نواز شريف دغه څرگندونې دبرطانيې خارجه وزير وليم هيگ سره دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دليدنې په مهال کړي دي.
دواړو مشرانو ددغه ليدنې په مهال په دوه اړخيزه اړيکو، افغانستان کې دامن په عمل اؤ دسيمې په امنيتي صورتحال خبرې اترې کړي دي.
نواز شريف وويلافغانستان کې دامن اؤ ثبات راوستو لړ کې پاکستان دنړيوالې ورورولۍ ملگرى دى
هغه وويل پاکستان دهند اؤ افغانستان پشمول خپلو ټولو گاونډي هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي اؤ اؤ هند سره دښو اړيکو په جوړولو سره دخوشحالۍ دنوي دور اغاز کول غواړو.
نواز شريف وليم هيگ سره افغانستان څخه په ٢٠١٤م کې دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو په رامينځته کيدونکي ممکنه صورتحال هم خبرې وکړې اؤ وې وئيل ديادې شوې نيټې څخه وروستو به هم پاکستان په افغانستان کې دامنيت دټينگښت لړ کې خپل کردار ادا کوي.
برطانوي خارجه وزير وويل افغانستان کې دامن راوستو په اړه دپاکستان هڅې دستائيلو وړي اؤ پاکستان دترهه گرۍ په ضد جگړه کې مهم کردار لوبوي.
دواړو مشرانو دترهه گرۍ په ضد دمرستې سيوا کولو په اړه هم په بيلا بيلو لارو چارو غور وکړو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG