لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان په گڼو قبائيلي سيمو کې اختر نمانځل شوى


دزيارت په ورځ دپاکستان په يو شمير قبائيلي سيمو کې قبائيلو دوړوکي اختر لمړۍ ورځ نمانځلې اؤ ټاکل شوې ده په ټول پاکستان کې به دشوال دمياشتې دليدو دپاره دزيارت په ورځ دمياشتې ليدنې مرکزي اؤ سيمه ييزې کميټۍ غونډې کوي.
په شمالي وزيرستان، مومند اؤخيبر ايجنسو کې دسيمه ييزو علماؤ په پريکړه دزيارت په ورځ خلکو اختر نمانځلى اؤ دوړوکي اختر نمونځونه يې کړي دي.
دشورو په ورځ دشمالي وزيرستان په ميرعلي کې دسيمه ييزو علماؤ په يوه غونډه کې وئيل شوي وؤ چې دميرانشاه اؤ ميرعلي څخه ورته دشوال دمياشتې دليدلو ١٨ شهادتونه ترلاسه شوي ، ځکه دزيارت په ورځ اختر کوي.
دخيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې مقامي علماؤ اؤ په بنو کې جمعيت اهل حديث دسعودي عرب سره په يوه ورځ يعنې دزيارت په ورځ داختر لمړۍ ورځ نمانځلې ده.
په پيښور کې هم ميشته افغان کډوالو دافغانستان دحکومت دپريکړې مطابق دزيارت په ورځ اختر نمانځلى دى.
همدغه راز دپيښور سره نزدې په ډيرۍ شبقدر سيمه کې هم گڼو خلکو اختر کړى.
په سعودي عرب کې دشورو په ورځ دشوال مياشت ليدل شوې وه، چې په هغې سعودي عرب ، متحده عرب امراتو، اردن ، کويت اؤ نورو خليجو هيوادونو دزيارت په ورځ وړوکى اختر نمانځلى دى.
په مسقط کې دشوال مياشت نۀ وه ليدل شوې ، نو ځکه ټاکل شوې چې اختر به پکې دجمعې په ورځ وي.
دامريکا، کينيډا اؤ برطانيه په ځينې ښارونو کې هم دسعودي عرب سره يوځايې اؤ په ځينو کې دجمعې په ورځ داختر نمانځلو پريکړه شوې ده.
په پاکستان کې دموسمياتو محکمې پيشين گوئي کړې ده چې دزيارت په ورځ به اسمان صفا وي ، ځکه نو دشوال دمياشتې په نظر دراتلو کوټلي امکانات شته.
دمحکمې له مخې دشوال مياشت به د٧م اگست دسحر په 2:51 بجې پيدا کيږي اؤ نن چې به کومه مياشت خلک ويني دهغې عمر به ٤٠ ساعته وي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG