لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د صدر رزداري د رخصتۍ ميلمستيا


دپاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل دهيواد يو منتخب اصف علي زرداري د خپلې واکمنۍ ائيني موده پوره کوي اؤ کۀ هر څو دا وخت په پاکستان کې په سياسي توگه دهغۀ مخالف ميا نوازشريف د حکومت واگې په لاس کې لري خو دزيارت په ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف درخصتيدونکي صدر اصف علي زرداري په درناوي کې وزيراعظم هاؤس ميلمستيا ورکړې اؤ هغه ته يې دهيواد دصدر په توگه په ائيني موده پوره کولو مبارکي وئيلې ده.
وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دصدر اصف علي زرداري په درناوي کې ورکړل شوې ميلمستيا ته پخپله وينا کې وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دپاکستان په تاريخ کې اصف علي زرداري لمړنى منتخب صدر دى چې په باعزته ډول يې خپله پينځه کلنه ائيني موده پوره کړې اؤ په باوقار انداز کې رخصتيږي.
هغه وويل” دصدر زرداري دصدارت په موده کې ټول ائيني ترميمونه درايې په اتفاق سره شوي دي“
په دغه مهال وزيراعظم په جده کې دخپلې جلاوطنۍ په مهال صدر اصف علي زرداري اؤ پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو سره دليدنې يادونه وکړه اؤ زياته يې کړه چې هاغه ورځ نۀ شي هيرولى په کومه ورځ چې بې نظير بهټو وژل شوې وه.
دستورې ته پخپله وينا کې صدر اصف علي زرداري وويل دپاکستان په ائين کې د١٨م ترميم، شمالي مغربي سرحدي صوبې ته خيبرپښتونخوا نوم ورکول اؤ قبائيلي سيمو ته دخپلو حقونو ورکولو پشان اصلاحات به دجوړجاړي دعمل څخه پرته ممکن شوي نۀ وؤ
هغه وويل” د١٩٧٣ دائين بحالي دنواز شريف دمرستې پرته ممکن نۀ وه“
صدر وويل” دا وخت دسياست نۀ دجوړجاړي دى، دسياست وخت به پينځه کاله وروستو وي.
زرداري وويل دهغه ګوند به دوزيراعظم نواز شريف په قيادت کې دهيواد دښيگړې دپاره کار کوي.
هغه وويل وزيراعظم هاؤس ته يې راتلل نۀ غوښتل ، ځکه چې ددغه ځايې سره يې يادونه تړلي، وزيراعظم هاؤس کې بې نظير بهټو اؤ دهغې بچي قيد کړل شوي وؤ ، خو ددغه ټول صورتحال باوجود يې ځان محفوظ کړو اؤ دحالاتو مقابله يې وکړه.
هغه وويل دبلوچستان پيکج داغاز سره دبلوڅانو ستونزې ختمې نۀ شوې ، خو دستونزو دهواري پيل وشو.
اصف علي زرداري دپاکستان لمړى منتخب صدر چې خپله پينځه کلنه ائيني موده به پوره کړي، هغه ته دا امتياز هم ترلاسه دى چې دپارليمنټ گډو غونډو ته يې شپږ ځله وينا کړې ده.
له دې وړاندې وزيراعظم ميا نواز شريف صدر اصف علي زرداري سره ايوان صدر کې تر ٣٠ؤ منټو ليدنه کړې وه
سرچينې وائي په دغه مهال دواړو مشرانو دهيواد په مجموعي سياسي صورتحال خبرې اترې کړي.
دسرچينو وينا ده په دغه موقع دواړو مشرانو په دې خبره اتفاق وکړو چې پاکستان کې دجمهوري نظام دبرقراره ساتلو لپاره دچارټر اف ډيموکريسي سره سم مخ په وړاندې تگ پکار دى.
دليدنې په مهال صدر زرداري وويل پاکستان پيپلز پارټي به ديو ريښتيني اپوزيشن کردار ادا کوي .
په دغه مهال دصوبائي اؤ وفاقي حکومتونو ترمينځ دهمکارۍ په معاملو اؤ دکراچۍ دبدامنۍ په صورتحال دوفاقي کابينې په اوسنو اخستل شوؤ فيصلو غور وشو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG