لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جيمزډوبنز: دامريکا اؤ پاکستان اړيکې د سخت پړاؤ څخه راتيرې شوي


"داسې معاملې شته چې په هغې پاکستان اؤ امريکا ته يو بل سره دمرستې کولو ضرورت دى، لکه څنګه چې مې ذکر وکړو مونږ سټريټجک مذاکرات بيا پځايې کړي "
"داسې معاملې شته چې په هغې پاکستان اؤ امريکا ته يو بل سره دمرستې کولو ضرورت دى، لکه څنګه چې مې ذکر وکړو مونږ سټريټجک مذاکرات بيا پځايې کړي "
دپاکستان اؤ افغانستان دپاره دامريکا ځانگړى استازى جيمز ډوبنز وائي دامريکا اؤ پاکستان اړيکې په کال ٢٠١١ اؤ ٢٠١٢م کې دسخت پړاؤ څخه راتيرې شوي اؤ اوس يو څه ښې شوي دي.
دهغه په وينا مونږ پاک امريکا سټريټجک مذاکرات پځايې کړي ، د دواوړو هيوادونو ترمينځ گڼ شمير کاري ډلې موجودې دي کومې چې په اقتصادي اؤ امنيتي معاملو کار کوي اؤ مونږ ددغه هرې کاري ډلې سره دکابينې دغونډو په ترڅ کې دکار دنتيجو دجاج اخستو لپاره کار کوؤ.
وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره په ځانگړو خبرو کې د امريکا خاص استازي وئيلي دي دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ خبرې اترې په کال ٢٠١١ م اؤ٢٠١٢م کې درامينځته شوؤ ځينو پيښو له امله ځنډيدلې وې خو دغه خبرې اوس بيا پځايې شوي دي.
نوموړي زياته کړې" په نزدې وختونو کې دامريکا خارجه وزير جان کيري دپاکستان دوره کړې ده چې دخارجه وزير جوړيدو راپديخوا پاکستان ته دهغه دغه لمړۍ دوره وه ، له دې وړاندې هم جان کيري پاکستان ته ديو سينيټر اؤ دخارجه چارو په اړه دسينيټ دکميټۍ دچئيرمين په توګه تللى ؤ، هغه دپاکستان نوي وزيراعظم اؤ دوزيراعظم صلاح کار سره ښې ليدنې کړي دي دي"
ديوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ډوبنز وويل زياتره "داسې معاملې شته چې په هغې پاکستان اؤ امريکا ته يو بل سره دمرستې کولو ضرورت دى، لکه څنګه چې مې ذکر وکړو مونږ سټريټجک مذاکرات بيا پځايې کړي "
افغانستان کې دجوړجاړي دعمل په اړه دامريکا ځانګړى استازى ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل "پاکستان دافغانستان دجوړجاړي عمل کې دمرستې کولو وړانديز کړي اؤ په دغه عمل کې داسانتيا ورکولو هڅه کوي"
هغه وويل پاکستان اؤ افغانستان په ګډه دافغان خواؤ يو ځايې ته دراوستو لپاره کار کوي.
" افغان حکومت اؤ امنيتي شورا يو اړخ ته اؤ دطالبانو سياسي مشران بل اړخ ته اؤ مونږ په دې خبره افسوس څرگند کړى چې ددوحې هڅو تقريباً په ابتدائي توګه هاغه شان نتيجه ورنۀ کړه دکومې چې مونږ دمخه هيله کوله "
دجيمز ډوبنز په وينا" دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو پرمخ وړلو لپاره کار دوامداره ساتو، ددې لپاره مونږ ته دپاکستان ملاتړ هم ترلاسه دى "
هغه وويل" زما په فکر دافغانستان صدر حامدکرزي داسې احساس کړې چې پاکستان ته دهغه دوره سودمنه وه، هرکلى ورته وئيل شوى، دپاکستان حکومت دافغانانو په مشرۍ دافغان امن عمل دملاتړ خپله ژمنه تکرار کړې "
د نوموړې وينا وه چې طالبان افغان حکومت سره خبرې کول نۀ غواړي خو مونږ اؤ دپاکستان حکومت خبرو ته دهغوي دمائيلولو لپاره هرهاغه څه کوؤ چې کولى يې شو.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې دخبرو اترو دعمل په اړه دطالبانو له لوري مو څه اوريدلي ؟ پاکستان اؤ افغانستان دپاره ځانگړي امريکايي استازي وويل" په دوحا کې دطالبانو ددفتر دبنديدو راپديخوا مونږ په اصل کې څه نۀ دي اوريدلي ، هغوي(طالبان) تقريباً دټولو بهرنو فريقينو سره درابطو څخه انکار کوي"
د جيمز ډوبنز په وينا" زما په فکر په کوم انداز کې چې هغوي خپل سياسي دفتر ته په ورکړل شوي نوم دافغانستان اسلامي امارت اؤ دبيرغ په راکوزولو مجبور کړل شوي ، په هغې يې يو څه سپکاوى محسوس کړى اؤ په نتيجه کې يې هغو دهاغه شان خبرو اترو په وړاندې بوتللو ته راضي نۀ دي دکوم چې مونږ فکر کولو چې پرې راضي شوي دي اؤ دغه خبرې ددواړو امريکا اؤ دافغانستان دامنيتي شورا اؤ افغانستان سره دي "
امريکايي استازي وويل " زما په فکر مونږ اؤ دپاکستان حکومت به په دې خوښ وي چې دغه شان خبرې مخ په وړاندې بوتلل شي اؤ دامريکا اؤ افغانستان دحکومت سره دخبرو اترو لپاره به طالبانو ته ډاډګيرنه ورکول دوامداره ساتو"
دافغانستان اؤ امريکا ترمينځ دامنيتي تړون دوروستي صورتحال په اړه ديوې پوښتنې ځواب کې هغه وويل غيررسمي خبرې روانې دي، مونږ اميد کوؤ چې دغه خبرې به په راتلونکو څو مياشتو کې سرته ورسيږي.
" زما په فکر په افغان ټولنه کې ددې زيات ملاتړ کيږي، گمان کوم دافغان صدر کرزي سياسي پلويان اؤ دهغه سياسي مخالفين ټول ديو داسې تړون دترسره کيدو ملاتړ کوي چې په نتيجه کې به يې افغان امنيتي ځواکونو اؤ افغانستان ته لا زياته امريکائي اؤ دنيټو مرسته ترلاسه وي"
د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې دپاکستان دکردار په اړه ديوې پوښتنې ځواب کې جيمز ډوبنز وويل " مونږ فکر کوؤ چې تيره مياشت اسلام اباد ته دصدر حامد کرزي دوره اؤ په نزدې راتلونکي کې کابل ته دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف سفر مثبت ګامونه دي "
هغه وويل " مونږ باور کوؤ چې دپاکستان حکومت يا دصدر کرزي دورې دپرامنه اؤ محفوظ افغانستان لپاره دهغوي ملاتړ په ډاګه کړى اؤ مونږ دافغان حکومت سره دهغوي ددوامداره کار لوري ته ګورو"
هغه زياته کړه دپولې پورې غاړې دتندلاريتوب يوه سخته ستونزه موجوده ده ، يعنې دتندلارو ډله ، چې يا خو دپاکستان څخه افغانستان ته افغان حکومت ته دماتې ورکولو لپاره وراوړي اؤ يا دافغانستان له لوري هم دپولې پورې غاړې جنګيالي وراوړي اؤ دپاکستان حکومت ته دماتې ورکولو هڅې کوي.
" زۀ به ووايم چې اوس شيبه زيات مداخلت دپاکستان څخه افغانستان کې کيږي ، مونږ دواړو لورو ته ډاډګيرنه ورکوؤ چې دپولې دپورې غاړې دتندلارو دبريدونو ددغه اړونده ستونزې مخنيوي لپاره په شريکه کار وکړي"
اسامه بن لادن پورې سي ايي اى سره د مرستې کولو په تور پاکستان کې د بندي ډاکټر شکيل افريدي په حقله ډوبنز وويل "دغه دپاکستان په قانوني نظام کې موجوده معامله ده، زمونږ په خيال دبن لادن په پيدا کولو کې پاکستان هم هاغه هومره دلچسپي لرله څومره چې امريکا، خو زۀ نۀ غواړم په داسې څه تبصره وکړم چې اوس مهال دپاکستان په قانوني عمل کې وي"
هغه وويل په افغانستان کې دپاکستان اؤ هند ګټې تقريباً يو شان دي اؤ دغه دواړه هيوادونه په يو باثباته اؤ پرامنه افغانستان کې ګټه لري
نوموړي زياته کړه پاکستان اؤ هند دافغانستان سره دتجارت اؤ دافغانستان په ذريعه په تجارت کې دلچسپي لري.
" دبيلګې په توګه پاکستان دپرامنه افغانستان په ذريعه دجنوبي ايشياء هيوادونو سره په تجارت کې دلچسپي لري اؤ هند دپاکستان په ذريعه افغانستان سره تجارت کې دلچسپي لري، زما په فکر هند اؤ پاکستان دواړو په تيرو وختونو کې افغانستان کې دخپل اثر لپاره مسابقه لرله "
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG