لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې د شمالي وزيرستان د پوځي عملياتو خلاف احتجاج


مظاهرينو دوزيرستان دعملياتو په ضد په لاسونو کې کتبې پورته کړې وې اؤ دحکومت په ضد يې سخت شعارونه ورکول.
مظاهرينو دوزيرستان دعملياتو په ضد په لاسونو کې کتبې پورته کړې وې اؤ دحکومت په ضد يې سخت شعارونه ورکول.
پيښور-دپاکستان د قبائيلي سيمو طالبعلمانو اؤ د ژوند د بيلابيلو تپو سره تعلق لرونکو قبائيليانو د پاکستان په تور پوځ لگولى چې شمالي وزيرستان کې د عملياتو په نوم ئې بيگناه قبائيلي خلک وژلي اؤ غوښتنه يې کړې بايد حکومت اؤ د پوځ سرلښکر ددغو وژنو بې پلوه پلټنې وکړي.
تيره ورځ دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو په مهال دعامو خلکو دوژنې په ضد دجمعې په ورځ په پيښور کې دقبائيلي سيمې شمالي اؤ جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکو طالب علمانو اؤ دژوند دبيلا بيلو تپو سره تعلق لرونکو قبائيليانو احتجاجي مظاهره کړې ده.
مظاهرينو دپاکستان دحکومت اؤ دپوځ سرلښکر څخه غوښتنه کړې ده چې ددغه پيښې دې بې پلوه تحقيقات وکړل شي گنې هغوي به په پيښور کې دگورنر هاؤس اؤ سترې محکمې مخې ته په احتجاجي پرلت ماتولو مجبور شي.
دسوونو په شمير دغو قبائيلي طالب علمانو اؤ عامو وگړو دوزيرستان سټوډنټس سوسائټي په تابيا دپيښور پوهنتونه پيښور پريس کلب پورې احتجاجي لاريون هم کړى.
مظاهرينو دوزيرستان دعملياتو په ضد په لاسونو کې کتبې پورته کړې وې اؤ دحکومت په ضد يې سخت شعارونه ورکول.
دپيښور پريس کلب مخې ته جوړې شوې دغه احتجاجي مظاهرې ته دپيښور پوهنتون دکيمپس د طالبعلمانو مشر ملک صديق داوړ ، پخواني مشر ملک نواز، شمس محمود اؤ دذرعي پوهنتون دطالب علمانو مشر جمشيد وزير، هاشم داوړ ، عارف محسود اؤ نورو خلکو ويناگانې وکړې.
مظاهرينو تور ولگولو چې تيره ورځ په شمالي وزيرستان کې دپوځ لخوا کوم عمليات ترسره شوي وؤ په هغې کې ترهه گر نۀ بلکې ټول عام وگړي وژل شوي ، چې پکې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.
هغوي دپاکستان دصدر، وزيراعظم، دخيبرپښتونخوا دگورنر،دپاکستاني پوځ دسرلښکراؤ دسترې محکمې دمشر قاضي څخه غوښتنه وکړه چې ددغه عملياتو دې بې پلوه پلټنې وکړل شي اؤ په پيښه کې ککړ کسان دې دقانون منگولو کې ونيول شي.
مظاهرينو وويل تر هاغې به خپل احتجاج ته دوام ورکوي ، ترڅو چې په دغه پيښه کې ککړو کسانو ته سزا نۀ وي ورکړل شوي.
دشورو په ورځ دپاکستان پوځي سرچينو دعوه کړې وه چې د شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کې دتندلارو ديو بريد په مهال ٢٣ جنگيالي وژل شوي دي، خو دسيمې يو شمير اوسيدونکو دزيارت په ورځ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي وؤ په سيمه کې هيڅ رقم عمليات نۀ دي شوي اؤ دعوه يې کړې وه چې پوځ ټول په ټوله بې گناه خلک وژلي دي.
دسيمې مشرانو په وينا پاکستاني پوځ په کهجورۍ چيک پوسټ دشوي ځانمرگي بريد څخه وروستو ميرعلي کې دعامو خلکو په کورونو دهيلي کاپټرو اؤ توپو څخه گولۍ وروي چې پکې تر دې مهاله په لسگونو بې گناه کسان وژل شوي اؤ په سوونو نور ژوبل دي.
خو پاکستاني پوځ وائي هغوي په سيمه کې ترهه گروژلي چې پکې غيرملکيان هم شامل دي.
دشمالي وزيرستان يو نوميالي مشر ملک همايون وزير دجمعې په ورځ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي وؤ که پوځ په رښتيا ترهه گر وژلي وي نو دهغوي نومونه دې مخې ته راوړي اؤ که وژل شوي خلک عام وگړي وي نو مونږ تيار يو چې دهر وژل شوي شخص نوم اؤ درک ميډيا ته وړاندې کړو.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG