لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننگرهار :بريد کې دنيټو يو عسکر اؤ شپږ جنگيالي وژل شوي


 دافغان اؤ لويديزو چارواکو په وينا دغه بريد په شنوار اولسوالۍ کې رامينځته شوى.
دافغان اؤ لويديزو چارواکو په وينا دغه بريد په شنوار اولسوالۍ کې رامينځته شوى.
پيښور- چارواکي وائي دخالي په ورځ شپږو طالب ځانمرگيانو دافغانستان په ننگرهار ولايت کې دافغان اؤ نيټو ځواکونو په يوه گډه اډه بريد کړى چې پکې دنيټو يو عسکر اؤ شپږ واړه بريدکوونکي وژل شوي دي.
يو ځانمرگي خپل دبارودو څخه ډک گاډى ننگرهار ولايت کې دافغان اؤ نيټو ځواکونو داډې په دروازه کې الوځولى اؤ پينځه نور بريدکوونکي هاغه مهال په ډزو سره وژل شوي کله چې هغوي په دغه اډه دبريدهڅه کوله.
په افغانستان کې ميشتو دنيټو نړيوالو امنيتي مرستندويه ځواکونو(ايساف) پخلى کړى چې دهيواد په ختيز کې شوي ځانمرگي بريد کې يو عسکر وژل شوى ، خو په دغه اړه يې نور معلومات نۀ دي ورکړي.
دافغان اؤ لويديزو چارواکو په وينا دغه بريد په شنوار اولسوالۍ کې رامينځته شوى.
دننگرهار دوالي وياند احمد ضياء عبدالزئي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ددغه بريد په اړه وئيلي دي چې سحرمهال يو ځانمرگي ځان الوځولى اؤ پينځه نور دافغان ځواکونو لخوا په ډزو سره وژل شوي اؤ مړي يې په سيمه کې پراتۀ دي.
ميډيا ته په ليږل شوي يو پيغام کې طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددغه پيښې ذمه واري پخپله غاړه اخستې ده.
ټاکل شوې ده دسږکال تر اخره به افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ دنيټو زياتره عسکر اوځي.
امريکا غواړي دسږکال تر اخره افغانستان کې افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې دبرخې اخستو لپاره خپل پوځيان پاتې کړي، خو ددې لپاره به دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کولو ته اړتيا وي دکوم په اړه چې دافغانستان موجوده صدر حامد کرزي دريځ لري په دغه تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به سږکال افغانستان کې دکيدونکو ټاکنو په نتيجه کې جوړيدونکې نوي حکومت ته کول وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG