لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او قطر ويلي، اسرايل او حماس د جنګ بندۍ خبرې په وروستي نزدې پړاو کې دي


امریکې او قطر د نهې، سه شنبې په ورځ ویلي، د اسرايل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ خبرې لوظنامې ته نزدې دي، که څه هم په وروستيو تفصيلاتو یې اوس هم کار روان دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن په واشنګټن کې يوې غونډې ته په وينا کې ويلي، "زه باور لرم چې مونږ به زر جنګ بندي وکړو"، خو ويلي يې دي دا اوس په حماس پورې اړه لري چې حتمي پرېکړه وکړي، "دا په اخري ډګر دي او د وړاندې په پرتله ډېرې نزدې دي".

د قطر د بهرنيو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري اوونيزه خبري غونډه کې هم خبرې په وروستي پړاو کې يادې کړي او ويلي يې دي، خبرې نزدې تر ټولو زيات په وروستي پړاو کې دي.

قطر، مصر او امریکا د مياشتو راهسې د جنګ بندۍ هڅې کوي. حماس ويلي، د اسرايل د نقشې ته په تمه دي چې په جنګ بندۍ کې به د غزې د کومو برخو نه خپل پوځونه اوباسي.

د امریکې صدر جوبايډن د ګل، دوشنبې په ورځ ویلي، خبرې اخر چې د نتيجو په درشل کې دي.

بايډن په وينا کې د خپلې بهرنۍ پاليسۍ د لاسته راوړنو په اړه ويلي، د خبرو معاهده به "يرغمل کسان راخوشي کړي، جګړه به ودريږي، اسرايل ته به امنيت ترلاسه شي او مونږ ته به، د حماس لخوا پيل کړل شوې جګړه ځپلو فلسطينيانو سره د پام وړ بشري مرستو موقع رابرابره شي".

بايډن او د مصر صدر عبدالفتح السيسي د سه شنبې په ورځ د مذاکراتو په پرمختګ خبرې کړي دي.

د دواړو مشرانو د خبرو وروسته سپينې ماڼۍ ويلي دي، "دواړه مشران ژمن دي چې راتلونکو ساعتونو کې به د يو بل سره او ټيمونو د لارې په رابطه کې پاتې شي".

ويل شوي، د جنګ بندۍ دا عمل به په څو پړاونو کې ترسره شي، حماس به هغه يرغمل خوشي کړي، کوم چې دغه وسله والې ډلې د کال 2023م په اکتوبر کې په اسرايل د حملې په وخت يرغمل کړي وو، او اسرايل به فلسطيني بنديان خوشي کړي.

ويل شوي، د اسرايل پوځيان به د غزې څخه په مرحله واره ډول وځي، او ځینې فلسطينيان چې د جګړې له امله کډوال شوي، بيرته ستانه شي، او فلسطيني وګړو ته به مرستې زياتې شي.

ملګرو ملتونو ویلي، غزه کې د ممکنه جنګ بندۍ سره یې هلته د بشري مرستو لېږلو دپاره تياريانې نيولي، خو د ګډوډي او په پوله د امنيت چېلنجونه ورته اوس هم پېښ دي.

په غزه کې جګړه د 2023م د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه پيل شوې وه. د حماس په حمله کې د 1200 پورې کسان وژل شوي او تر 250 پورې نور کسان یې یرغمال نیولي وو.

د حملې په ځواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی، او د غزې د صحت وزارت وايي تراوسه په کې د 46500 نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره ښځې او سړي دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

د بحیره روم په ساحل د غزه په پراخه کچه سیمې تباه شوې ده، سیمه په انساني بحران کې مبتلا شوې ده او د علاقې د دوه اشاریه درې ميلينه ابادۍ زیاتره برخه بې کوره شوې ده.

امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د دې خبر ځېني معلومات د اې پي او اې اېف پي څخه اخستل شوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG