لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل عاصم منير د پښتونخوا سياسي مشرانو سره ليدلي، وايي ترهګري به منطقي انجام ته رسوو


د پوځ مشر جنرل عاصم منير پېښور کې امنيتي غونډه کړې، د سياسي مشرانو سره یې ليدلي دي
د پوځ مشر جنرل عاصم منير پېښور کې امنيتي غونډه کړې، د سياسي مشرانو سره یې ليدلي دي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدلي او ويلي یې دي، "د پولو دننه او بهر مو د ترهګرو ډلو عملياتي وړتياوې په کاميابۍ سره راکمې کړي دي. ځواکونو مو د ترهګرو تعقيب کړی، مهم کمانډران یې وژلي دي".

د پاکستان د پوځ دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د افغانستان سره په پوله پرتې خېبرپښتونخوا صوبه او په ځانګړي ډول د صوبې په قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

پاکستان تېره میاشت په افغانستان کې دننه هوايي بريدونه کړي وو.

افغانستان کې واکمنو طالبانو په 24م دسمبر ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي دي، طالبانو دغه بريد غندلی او د غچ اخستو یې ويلي وو.

پاکستان تراوسه په رسمي ډول د افغانستان په خاوره کې د بمبارۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت منلې وه، چې د افغانستان سره په پوله یې ځینې پېښې شوې وې.

او په 28م دسمبر بيا په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې وه، "د ډېورنډ د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل"، پاکستان په دغې اړه هم تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

د پاکستان پوځ ويلي، جنرل عاصم منیر ته د پېښور په سفر کې په امنيت او فتنه الخوارج ضد عملياتو او ترهګرۍ د مخنيوي په اړه احوال وړاندې کړل شوی دی. د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د فتنه الخوارج په نوم يادوي.

د پوځ مشر ويلي، د ترهګرو بنیادي ډهانچه ختم کړل شوې پټنځايونه یې بې اثره کړل شوي او د دغه لارې ښکاره پيغام ورکړل شوی چې زمونږ په خاوره د ترهګرو هیڅ ځای نشته، دا جګړه به جاري او منتطقي انجام ته به رسولی شي.

هغه د امنيتي او قانون نافذونکو ادارو ستاينه کړې چې د ترهګرۍ ضد او امنيت په لړ کې مهم رول لوبوي او زياته کړې یې ده چې په ملک کې بدامني جوړونکي هر کوشش ته به پرېکنده او په پوره قوت سره ځواب ورکولی شي.

د پوځي بيان ترمخه، د پوځ مشر خېبرپښتونخوا کې د سياسي ګوندونو د مشرانو سره ځانله ځانله ليدلي، او سياسي مشرانو د ترهګرۍ ضد د قوم جګړه کې د وسله والو ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو په ملاتړ ښکاره دريځ وړاندې کړی دی.

په غونډه کې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي، وزيراعلا علي امين ګنډاپور او د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ګډون کړی دی.

پوځ چې د سياسي ګوندونو د مشرانو کوم عکسونه خپاره کړي په هغو کې د عوامي نيشنل ګوند مشر اېمل ولي خان، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېر پاو، د مسلم ليګ ن امير مقام، د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان، د جمعيت علمااسلام عطاالرحمان او د خېبرپښتونخوا پخوانی وزيراعلا محمود خان شامل دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG