پيښور- دپاکستان په قومي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه په وزيراعظم نواز شريف غږ کړى دى چې دترهه گرۍ په ضد دمټو رابدوهلو پريکړه بايد نور دکوم لم ليټ څخه پرته زر تر زره وکړي اؤ قام ته دې دترهه گرۍ څخه نجات ورکړي.
دمخالفې ډلې مشر په ډاگه کړې ده چې دهغه گوند پاکستان پيپلز پارټي به دتندلارو په ضد دعملياتو په گډون دهرې حکومتي پريکړې ملاتړ کوي.
دپينډۍ په پوځي روغتون کې د ار اى بازار په چاؤدنه کې دژوبل شوؤ کسانو له پوښتنې وروستو ميډيا سره خبرو کې ښاغلي خورشيد شاه وئيلي دي حکومت نور بايد دساعت تيري دپاليسۍ څخه تير شي اؤ دترهه گرۍ دستونزې هواري دپاره زر تر زره يوه کوټلې فيصله وکړي.
داپوزيشن مشر وويل کله چې يې دپينډۍ چاؤدنه کې دژوبلو کسانو پوښتنه کوله نو دغو زخميانو ورته داسې خبرې کړي چې دهغه سر پرې دشرم نه ټيټ شوى دى. هغه وويل دزخميانو وينا وه چې هغوي حکمران ته نۀ بلکې يو مشر ته ضرورت لري.
خورشيد شاه په ډاگه کړه په هيواد کې دترهه گرۍ دپرله پسې پيښو له امله رياست ورځ تر ورځه کمزورى کيږي اؤ بايد نور يو سياسي گوند هم دبدامنۍ په ستونزه دخپل سياسي قدقامت لوړولو هڅه ونۀ کړي.
دپاکستان په حکومت دترهه گرو په ضد دکوټلو گامونو اخستو دپاره فشار وروستو له هغې سيوا شوى چې دتيرو اوؤ ورځو راهسې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په پوځ، پوليسو، اولسي وگړو اؤ سياسي مشرانو ترسره شوؤ بريدونو کې د١٠٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دپاکستاني طالبانو تحريک په وروستيو کې دپاکستان دننه دترسره شوؤ بريدونو په ترڅ کې دسلگونو کسانو دوژنې دپړې قبلولو ترڅنگ حکومت ته شرطونه هم ږدي چې که دهغوي دخوښې په اساس ورسره خبرو ته کښيني نو طالبان مذاکراتو ته تيار دي.
دپاکستان حکومت چې مدام يې دپوځ ، عام اولس اؤ سياسي مشرانو په وژنه کې ککړو طالبانو سره مذاکرات خپله لمړۍ ترجيح گرځولې په دې وروستيو کې يوځل بيا چمتو شوى چې هيواد کې دامنيت پځايې کولو دپاره طالبانو سره خبرې پيل کړي.
خو دخبرو پيل کولو څخه دمخه طالبانو دهيواد په بيلا بيلو برخو کې په سياسي مشرانو امنيتي ځواکونو اؤ عام اولس دبريدونو لړۍ چټک کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان وائي دهيواد دننه دامن پځايې کولو دپاره يې ددريوؤ لارو يوه داخلي امنيتي تگلاره ټاکلې ده.
خو په پاکستان کې زياتره څيړونکي په دې نظر دي چې دطالبانو لخوا دسيوا کيدونکو بريدونو يواځينى مقصد حکومت ته دا پيغام ورکول دي چې هغوي خپله خبره دټوپک په زور په حکومت اؤ اولس منل غواړي اؤ په داسې حال کې حکومت ته هم نور د ساعت تيري پځايې دتندروه وسله والو په ضد کوټلي پوځي عمليات پيل کول پکار دي.