لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پيښور کې ټولې سنيما گانې تړل شوي دي


پوليسو دسنيماگانو مالکانو ته دا هم وئيلي دي چې بايد دسنيماگانو حفاظت دپاره پخپله گامونه اخلي
پوليسو دسنيماگانو مالکانو ته دا هم وئيلي دي چې بايد دسنيماگانو حفاظت دپاره پخپله گامونه اخلي
دپاکستان دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور دسينيماگانو مالکان وائي حکومت پرې دترهه گرۍ د گواښونو له امله ټولې سينيما گانې تړلي اؤ ورته يې وئيلي چې بايد دسينيماگانو مالکان دخپلو سينيماگانو د تحفظ ذمه واري پخپله غاړه واخلي.
خو دزيارت په ورځ په پيښور کې دنهو واړو سينيماگانو دتړل کيدو باوجود صوبائي حکومت وائي په پيښور کې دسنيماگانو دتړلو امر يې نۀ دى کړى.
په پيښور کې دغه سينيماگانې وروستو له هغې تړل شوي چې دفرورۍ په يوولسمه نيټه دپيښور په شمع سينيما کې ددريوؤ لاسي بمونو دچاؤدنو په نتيجه کې ١٢ کسان وژل شوي اؤ ١٩ نور ژوبل شوي وؤ.
له دې وړاندې دپيښور په پکچر هاؤس سينيما کې هم په دوهمه فرورۍ ترسره شوؤ دوؤ چاؤدنو کې پينځه فلم کتونکي وژل شوي وؤ.
دپيښور دارشد سينيما مالک ښاغلي تنوير وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل دپيښور دپوليس چارواکو سره ترسره شوې يوه غونډه کې پوليس چارواکو هغوي ته وئيلي چې ترڅو دسينيماگانو دحفاظت دپاره کوم کوټلى پروگرام نۀ وي جوړ کړل شوى، تر هغې بايد سينيماگانې وتړل شي.
هغه وويل پوليسو دسنيماگانو مالکانو ته دا هم وئيلي دي چې بايد دسنيماگانو حفاظت دپاره پخپله گامونه اخلي.
خو دتنوير په وينا مونږ به څنگه دځان دحفاظت دپاره گامونه اخلو، کۀ ددوي مقصد دتالاشۍ کولو څخه وي ، نو هغه دوړاندې نه دپيښور په ټولو سنيماگانو کې په شخصي توگه اخستل کيږي
دارشد سينيما مالک زياته کړه دا ډير دبدبختۍ ځايې دى چې کومې ذمه وارۍ دحکومت اؤ پوليس په اوږو پريوځي ، حکومت هغه دسينيماگانو په مالکانو رااچول غواړي
هغه وويل کوم مطالبات چې ورته حکومت په وړاندې ايښي ، نۀ شي کولى چې په زياته موده کې هم هغه پوره کړي.
دپيښور ديوې بلې مشهورې سنيما مالک دخپل نوم نۀ ښودو په شرط وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل په شمع سنيما کې دترسره شوؤ بمي چاؤدنو وروستو پوليسو دټولو سينيماگانو مالکان غوښتي وؤ اؤ ديو ميټنگ په ترڅ کې يې هغوي ته کرښه راښکلې چې ترڅو دسينيماگانو دحفاظت کومه غوڅه لار نۀ وي موندل شوي ، تر هغې بايد په يوه سينيما کې هم فلم ونۀ چليږي
هغه وويل پوليس افسرانو ته ورته په ډاگيز ډول وئيلي چې دسينيماگانو بنديدو خبرې بايد ميډيا ته ونۀ ويستل شي، گنې انجام بۀ يې ښه نۀ وي.
دسينيما دغه مالک دا هم وويل چې پوليس چارواکو ورته وئيلي نور به په سينيما کې دفلم کتلو څخه وړاندې دفلم کتونکي باقاعده شناختي کارډ کتل کيږي، د١٨ؤ کالو دعمر څخه کم تن به سينيما ته نۀ پريښودل کيږي اؤ په هره سينيما کې به سي سي ټي وي کيمرې لگول شوي وي.
دسنييما دغه مالک زياته کړه پوليسو ورته کرښه راښکلې چې دځان دحفاظت دپاره چې دوي هررقم گامونه واخلي ، بايد وا يې خلي، خو هيله به نۀ کوي چې پوليس به يې ساتنه وکړي
کله چې په پيښور کې دسنيماگانو دبندولو متعلق وائس اف امريکا ډيوه ريډيو دپيښور ښار دپوليسو دمشر فيصل مختار سره رابطه وکړه نو هغه په سکوټ ډول دسنيماگانو دبنديدو څخه منکر شو.
فيصل مختار وويل دپوليس له لوري داسې هيڅ امر دسنيماگانو مالکانو ته نۀ دى شوى.
دخيبرپښتونخوا صوبې دحکومت دترجمان شاه فرمان سره دپرله پسې تماسونو نيولو باوجود چې کله هم صوبائي وياند په دغه حقله نظر ورکولو ته تيار نۀ شو نو دصوبائي حکومت يو بل وزير شوکت علي يوسفزئي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل حکومت دسنيماگانو بندولو هيڅ حکم نۀ دى ورکړى
هغه وويل دا مهال په پيښور کې سنيماگانو ته تر ټولو زيات گواښ څيلمه دى اؤ ددغو گواښونو په اساس صوبائي حکومت دسنيماگانو مالکان رابللي اؤ ورته يې دحفاظتي گامونو اخستو تلقين ضرور کړى دى.
خو دپيښور دگلبهار سيمې يو اوسيدونکى اسماعيل وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل هغه نن هم دپيښور ناز سنيما ته دفلم کتلو دپاره ورغلى ؤ ، خو سنيما بنده وه.
اسماعيل زياته کړه دناز سنيما دبنديدو له امله هغه صابرينه سنيما ته دفلم کتلو دپاره ورغلو ، خو هلته هم سنيما تړل شوې وه.
دفلمونو اؤ کلتوري هلو ځلو په حقله ژور نظر لرونکي پښتون خبريال امجد هادي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل هغه هم خبر دى چې صوبائي حکومت په پيښور کې ټولې سنيماگانې تړلي دي.
ښاغلي هادي ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل فکر کووم چې په پيښور کې دسنيماگانو ورانولو اؤ دهغې پځايې دکاروباري پلازو جوړولو درواج څخه وروستو دسنيماگانو دتړلو دغه عمل ددې دپاره ترسره شوى چې اوس اوس دفلمي نړۍ سره دتړلو کسانو په غوښتنه صوبائي حکومت په يو داسې قانون پاس کولو غور کوي چې کومه سنيما هم ورانيږي دهغې پځايې به يو وړوکى سنيماگهرجوړول ضروري وي
ښاغلي هادي وويل که چرې په پيښور کې سنيماگانې ورانولى اؤ دهغې پځايې سنيماگهر يا وړوکې سنيماگانې جوړولى شي ، نو هلته به دسنيماگهرجوړولو عمل کاروباري مقصدونو ته زيان رسوي چې دې ته د سنيما گانو مالکان دخپلو گټو اؤ حکومت د حفاظت ورکولو دپهره تيار نۀ دى، هم دغه وجه ده چې اوس حکومت دسنيماگانو مالکان پخپله دې خبرې ته مجبورول غواړي چې خپلې سنيماگانې په رضاکارانه ډول ختمې کړي
دا مهال په پيښور کې ٩ سنيماگانې پکچر، تصويرمحل، ائينه، صابرينه ، ارشد،شمع، پي اى ايف، کيپټل اؤ ناز کې دبيلا بيلو ژبو فلمونه ښودل کيږي اؤ گڼ شمير سنيماگانې په تجارتي پلازو بدلې کړل شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG