لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصحافت دازادۍ ورځ اؤ پاکستان کې صحافيانو ته پيښ گواښونه


دناصرحسين په وينا هراړخ غواړي خبرونه دې دهغوئ په خوښه اؤ گټه خپارۀ شي
دناصرحسين په وينا هراړخ غواړي خبرونه دې دهغوئ په خوښه اؤ گټه خپارۀ شي


په داسې حال کې چې دسږکال په لمړو پنځوؤ مياشتو کې تر دې مهاله دپاکستان دننه شپږ صحافيان اؤ دميډيا کارکوونکي وژل شوي، يو ټيليويژن اينکر دهيواد په پريښودو مجبور شوى اؤ بل دشپږو گولو خوړلو څخه په رغيدو دى دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وائي چې حکومت يې صحافيانو ته دمحفوظ ماحول برابرولو لپاره ضروري گامونه اخلي.
دمئ په دريمه نيټه دصحافت دنړيوالې ورځې په موقع پخپل يو ليکلي پيغام کې نواز شريف دعوه کړې ده چې دهغه حکومت اؤ گوند دواړه په ازاده ميډيا اؤ دصحافت په ازادۍ باور لري، کوم چې دجمهوريت، شفافيت، ښې واکمنۍ اؤ احتساب يو ضروري عنصر وي.
هغه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې تيره مياشت د پاکستان په کراچۍ ښار کې يو نوميالي صحافي حامد مير باندې وسله والو کسانو وژونکې حمله کړې اؤ هغه يې شپږ ډزه ويشتى خو په دغه حمله کې حامد مير د سخت ژوبل کيدو باوجود ژوندى پاتې شوى دى.
حامد مير ددغه بريد پړه د پاکستان په استخباراتي اداره ايي ايس ايي اچولې اؤ وئيلي يې دي دبلوچستان څخه د ﻻدرکه کسانو په اړه چې يې په ټي وي کومه شو کړې وه په هغې ترې د ايي ايس ايي مشران خفه ؤ اؤ گواښونه يې ورته کړي وؤ.
نواز شريف وائي هغه دپريس دازادۍ په برقراره ساتلو باور لري اؤ پيشه وارانه ذمه وارو ترسره کولو کې داسانتيا ورکولو لپاره صحافيانو ته د پرامنه ماحول ورکولو په خاطر ټول ضروري گامونه اخلي.
نواز شريف پاکستان کې دصحافت دازادۍ دبرقراره ساتلو لپاره دصحافي ورورولۍ هلې ځلې ستائيلې دي اؤ وئيلي يې دي چې خلکو ته دحقيقي معلوماتو رسولو اؤ دريښتونولۍ په خاطر هغوي زياتې قربانۍ ورکړي دي.
د صحافت د ازادۍ د نړيوالې ورځې په موقعه د پيښور پريس کلب صدر ناصرحسين وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته ويلي دي هر څو کۀ صحافيان هرکال د صحافت دازادۍ ورځ نمانځي خو زمونږ په خاوره کې نه خو صحافت ازاد دى اؤ نۀ صحافيان.
هغه وويل په خيبر پښتونخوا اؤ پيوست قبائيلي سيمو کې صحافيان د يو شمير ستونزو سره مخ دي چې په هغې کې يوه مهمه ستونزه د خبرونو د پيداکولو اؤبيادهغې د خورولو په اړه د حکومتي ادارو اؤ تندروه ډلو لخوا د فشار ده
دناصرحسين په وينا هراړخ غواړي خبرونه دې دهغوئ په خوښه اؤ گټه خپارۀ شي اؤ بيا د خبري ادارو د مالکانو هم خپلې خپلې گټې وي چې خبريالان يې د خپلو گټو په چوکاټ کې محدود ساتلي وي.
تيره اوونۍ د بشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل پخپل يو راپور کې وئيلي وؤ چې پاکستان کې صحافيان د وژنو ، تشدد او نورو گواښونو په خطرو کې ژوند تيروي ، او هغوي ته دغه خطرې د اسختباراتي ادارو ، سياسي پارټو ، طالبانو او نورو وسله والو ډلو څخه پيښې دي
ايمنسټي وئيلي وؤ چې د٢٠٠٨م راهسې پاکستان کې ٣٤ خبريالان وژل شو ي خو يواځې ديو صحافي په وژنه کې ککړ کسان دقانون منگولو ته راکش کړل شوي.
دصحافت دازادۍ دنړيوالې ورځې په موقع دپاکستان پريس فاؤنډيشن( پي پي ايف) لخوا جاري شوي د" دصحافت دازادۍ راپور،٢٠١٤م" ترمخه دجنورۍ ٢٠١٣م څخه اپريل ٢٠١٤م پورې پاکستان کې ٧ صحافيان اؤ درې دميډيا کارکوونکي وژل شوي"
راپور وائي چې جنورۍ ٢٠١٣م څخه اپريل ٢٠١٤م پورې ١٤ صحافيان زخميان شوي هم دي، په دغو ژوبل شوؤ کې زياتره يا خو دپوليس لخوا وهل شوي ټکول شوي اؤ يا دلاريونونو اؤ جلسو دکور کولو په مهال دپاريدلو خلکو لخوا ژوبل کړل شوي دي.
څيړونکي وائي په پاکستان کې دبې پلوه اؤ ريښتونى رپورټنگ کوونکو صحافيانو ته دنامعلومو خلکو له لوري دړکې کولى شي، تښتولى شي اؤ چې له دې وروستو هم هغوي ددغو خلکو لارې ته رانۀ شي نو بيا وژلى شي.
دڅيړونکو وينا ده چې دصحافيانو دوژنې وروستو عموماً پلټنيز کميشنونه جوړولى ، خوپه دغه هيواد کې تر دې مهاله يواځې ديو صحافي ولي خان بابر قاتلان دانصاف اؤ قانون منگولو ته راکش کړل شوي..
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG