لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف هيله لري چې پاکستان نه به پوليو ختمه کړي


 وزيراعظم په موروپلار غږ وکړو چې هغوي دې خپلو ماشومانو ته دپوليو نه دبچ کيدو قطرې واچوي اؤ دپوليو دمخنيوي دحکومتي کوششونو برخه دې جوړه شي.
وزيراعظم په موروپلار غږ وکړو چې هغوي دې خپلو ماشومانو ته دپوليو نه دبچ کيدو قطرې واچوي اؤ دپوليو دمخنيوي دحکومتي کوششونو برخه دې جوړه شي.

دجمعې په ورځ دپوليو دمخنيوي نړيواله ورځ نمانځلى کيږي اؤ په دغه موقع ددې معذوره کوونکې ناروغۍ نه تر ټولو دزيات اغيزمن ملک پاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هيواد نه دپوليو دخاتمې په اړه حکومتي اراده تکرار کړې اؤ وئيلي يې دي چې دپوليو دخاتمې لپاره ټولې وسيلې استعمالولى شي.

پاکستان کې سږکال دپوليو ٢١٠ کيسونه مخې ته راغلي اؤ تيرکال دغه شمير ٩٣ ؤ.

دجمعې په ورځ وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې ديوې دستورې په مهال وزيراعظم نواز شريف ماشومانو ته دپوليو قطرې واچولې اؤ په په دغه موقع يې خپله وينا کې وويل چې پوليو نه دملک دپاکولو لپاره يوه جامع تگلاره جوړه کړل شوې.

وزيراعظم په موروپلار غږ وکړو چې هغوي دې خپلو ماشومانو ته دپوليو نه دبچ کيدو قطرې واچوي اؤ دپوليو دمخنيوي دحکومتي کوششونو برخه دې جوړه شي.

هغه وويل حکومت دپوليو په وائرس دقابو موندلو لپاره ټول ممکنه گامونه اخلي اؤ هيله کوي چې ډير زر به ملک دپوليو نه پاک کړل شي.

نواز شريف وويل ملک نه دپوليو ختمولو لپاره بيړني گامونه اخستل کيږي.

پاکستان کې دپوليو کيسونو کې تر خطرناکه حده داضافې وجوهاتو کې دپوليو دمخنيوي په ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورو پوليسو دوسله والو لخوا کيدونکې حملې اؤ دموروپلار لخوا خپلو ماشومان ته دپوليو دمخنيوي دقطرو اچولو نه انکار شامل دي.

سږکال په ټول پاکستان کې دپوليو نه اغيزمنو شوؤ ماشومانو شميره ٢١٠ؤ ته رسيدلې اؤ په قبائيلي علاقو کې دپوليو مخې ته دراغلو کيسونو شمير ١٣٨ دى، دقبائيلي علاقو نه پس دپوليو تر ټولو زيات کيسونه په خيبرپښتونخوا کې رپورټ شوي چې شمير يې ٤٣ دى.

دملگرو ملتونو دصحت نړيوالې ادارې(ډبليو ايچ او) دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور دپوليو عالمي مرکز گرځولى اؤ دپاکستان په حکومت يې ددغه معذوره کوونکې بيمارۍ دمخنيوي لپاره دزياتو گامونو اخستو غږ کړى.

پاکستان دافغانستان اؤ نائجيريا نه پس په ټوله دنيا کې هاغه دريم ملک دى چرته چې دپوليو معذوره کوونکې ناروغي په مکمل ډول ختمه شوې نۀ ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG