لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ته دجنرل راحيل سفرگټور ؤ،فيلډمين

 دافغانستان په اړه لندن کې ديو نړيوال کانفرنس څخه دمخه يو شخصي ټي وي سره خبرو کې ډين فيلډ مين وويل چې دپاکستان دپوځ سرلښکر امريکائي مشرانو سره دافغانستان، ترهه گرۍ دمخنيوي، دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ په دوه اړخيزو اړيکو اؤ دسلامتۍ په چارو غږيدلى دى.

پاکستان اؤافغانستان لپاره دامريکې ځانگړي استازي ډين فيلډمين وئيلي دي چې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره دامريکا دسول اؤ پوځي مشرانو ليدنې ډيرې تعميري وې.

دافغانستان په اړه لندن کې ديو نړيوال کانفرنس څخه دمخه يو شخصي ټي وي سره خبرو کې ډين فيلډ مين وويل چې دپاکستان دپوځ سرلښکر امريکائي مشرانو سره دافغانستان، ترهه گرۍ دمخنيوي، دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ په دوه اړخيزو اړيکو اؤ دسلامتۍ په چارو غږيدلى دى.

فيلډمين وويل چې د٢٠١٠م نه پس امريکا ته دپاکستان دپوځ دسرلښکر اولنۍ دوره وه اؤ زياته يې کړه چې امريکائي انتظاميې پاکستان سره په رابطه کې داوسيدو په حواله دهرې موقعې نه گټه پورته کړې اؤ زياته يې کړه غواړي (پاکستان سره ) اړيکې نورې هم مضبوطې اؤ تعميري شي

ځانگړي استازي وويل امريکا گڼي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې ډيرې ښې شوي اؤ دواړه هيوادونه په دې پوهه شوي چې هغوي ته به په شريکه کار کول وي اؤ هم په دې وجه تيرو څو مياشتو کې گڼې دورې شوي دي اؤ په دغو ليدنو کې په تجارت، اقتصاد، سلامتۍ، پوځي معاملو اؤ دجوړجاړي په اړه خبرې شوي.

کله چې هغه څخه دپاکستان ددې انديښنو په اړه وپوښتل شول چې هندي خفيه ايجنسو دافغانستان خاوره پاکستان کې دگډوډۍ پيدا کولو لپاره کارولې نو ډين فيلډ مين وويل چې دپولې دواړو لورو ته خوندي ځالې نۀ دي پکار

هغه وويل چې پاکسان دې لړ کې اوسنو ورځو کې زيات څه نۀدي وئيلي اؤ افغانسان په داسې حالت کې دى چې دنړيوالو شراکت دارانو نه به ورته دمرستې اړتيا وي ځکه چې اقتصاد اؤ امن پخپلو کې پيوست دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG