لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنر مهتاب:پاکستان ته امن اؤ خوشحالي په قبائیلي سیمه ورتیریږي


Prezida Trump n'Icegera c'Umwami wa Arabiya Sawudite
Prezida Trump n'Icegera c'Umwami wa Arabiya Sawudite

دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر سردار مهتاب احمدخان وئیلي پاکستان اؤ ټولې سیمې ته امن اؤ خوشحالي دقبائیلي سیمې په لاره تیریږي اؤ په وطن مئین قبائیل دغلته دخپل فوځ سره اوږه په اوږه د خپل هیواد دفاع اؤ سالمیت په جګړه بوخت دي.

د خالي په ورڅ پیښور ګورنر هاؤس کې کراچۍ کې د میشته قبائیلی مشرانو یوې جرګې ته پخپله وینا کې ګورنر وویل د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې قبائیلي عوامو د خپلې خاورې دپاره ډیر په مړانه د سرونو اؤ مالونو دقربانو ورکولو ترڅنګ خپل کورونه پریښودل اؤ دشلو لکو څخه زیاتو قبائیلو د خپلو سیمو څخه نورو سیمو ته کډه وکړه.

دهغه وینا وه چې دا مهال خیبرپښتونخواصوبه اؤ ورسره پیوست قبائیلي سیمې دخپل تاریخ د یو حساس پړاؤ څخه تیریږي اؤ دغلته د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې قبائیلي اولس دفرنټ لائن یا وړومبي خط د اولس په توګه ژوند کوي.

خو ګورنر دعوه وکړه چې حکومت څخه هم د قبائیلي اولس ستونزې پټې نه دي اؤ که یو خوا ته حکومت د بې کوره شوؤ قبائیلو خپلو سیمو ته دستنولو لړۍ پیل کړې ده نو بلخواهغوئ ته د خپلو ټولو جمهوري اؤ انساني حقونو ورکولو دپاره هم چټک ګامونه اخلي.

ګورنر ووئیل د قبائیلي سیمو چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې نور د شاهانو په څیر د ژوند کولو نه تیر اؤ د عمل میدان ته دې راشي ،ځان دې قبائیلو ته د واکدارانو په ځایې د خادمانو په توګه معرفي کړي .

هغه په خپلو خبرو کې دا هم اومنله چې اوس وخت راغلی باید نور دقبائیلي سیمو دننه نافذ مښودل شوی اؤ فرسوده نظام له مینځه یوړل شي اؤ پځایې یې دنوي دور دغوښتنو مطابق اصلاحات رامینځته کړل شي.

هغه وویل ددغه مقصد دپاره يې وړاندیزونه هم راټول کړي چې د قبائیلي مشرانو اؤ پوهانو سره د صلاح مصلحت نه پس به یې د عملي کولو هڅه وکړي.

سردار مهتاب احمد خان د خیبر پښتونخوا وړومبی ګورنر یا واکمن نه دی چې دهیواد په دفاع اؤ ثبات کې د قبائیلي وګړو د کردار په واز کومي اعتراف کوي بلکې له دې وړاندې دپاکستان جوړیدو سره سم چې څومره شخصیات دګورنر په کرسۍ پاتې شوي هغوئ دقبائیلي وګړو دمړانې ستائنې اؤ دهغوئ دانساني اؤجمهوري حقونو ترانې ضرور وئیلي دي خو قبائیلي اولس نیوکې کوي چې په یو دور کې هم ورته چا خپل انساني اؤ جمهوري حقونه نه دي ورکړي.

په قبائیلي سیمو کې عام وګړي ایف سي ار قانون د خپلو ټولو انساني اؤ جمهوري حقونو د تروړل کیدو تر ټولو لویه منبعه بولي .

دایف سي ار په اساس داتلسم ګریډ یو سرکاری افسر چې پولټیکل ایجنټ ورته وئیل کیږي د ټولې قبائیلي ایجنسۍ د بې تاجه بادشاه حیثیت لري،هغه په خپله ایجنسۍ کې دعدلیې مشر هم وي اؤ دانتظاميې هم.

دغه پولیټکل ایجنټ نه یواځې په خپل سر د ټولې ایجنسۍ دلکونو خلکو دتقدیر د فیصلو کولو اختیار لري بلکې د هغه دفیصلو خلاف دپاکستان په عدالتونو کې قبائیلو ته داپیل کولو حق هم نه دی حاصل.

د اتلسم ګریډدغه پولټیکل ایجنټ که د خپلې ایجنسۍ دامدن هر څومره روپۍ خرچ کوي د چا څخه نه خو د اجازې اخستو په قانوني توګه پابند وی اؤ نه چا ته ددې حساب کتاب ورکولو چې ایا دغه روپۍ یې چرته اؤ ولې خرچ کړي دي ؟

په تیرو وختونو کې هم په پاکستان کې زیاتره حکومتونو اؤ په خصوصي توګه ګورنرانو په قبائیلي کې د اصلاحاتو راوستو وعدې کړې وې خو دغه وعدې تر دې مهاله نه دي وفا شوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Recommended

XS
SM
MD
LG