د خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې نن د ګل /دوشنبې په ورځ د پولیو ضد کمپاین په مهال د پولیس په موبايل د ریموټ کنټرول بمي چاؤدنه شوې چې له امله یې د څلورو پولیسو په ګډون نهه کسان ژوبل شوي دي .
د چارسدې ضلعې د پولیس مشر سهېل خالد رسنیو ته ویلي دغه پېښه د شبقدر تحصیل د سرو نومې تهاڼې په میا کلي کې رامنځته شوې ده .
د پولیس افسر په وینا د پولیسو موبایل په علاقه کې د پولیو ټیمونو د څارنې په موخه په ګزمه بوخت ؤ چې د سړک غاړې ښخ بمي چاؤدنې ښکار شو . پېښه کې ژوبل کسان د شبقدر روغتون ته وړل شوي او د روغتون چارواکو يې روغتیايي حالت ښه ښودلی دی .
چارواکو ویلي د پېښې وروستو په علاقه کې د پولیو کمپاین روان دی او د امنیت دپاره نور کلک ګامونه پورته کړی شوي دي .
پولیس ویلي دوې د پېښې پلټنې کوي خو د برید علت لا نه دی معلوم شوی .
بل لور ته د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د چاؤدنې زمه واري قبوله کړې او ویلي یې دي برید کې يې پولیس په هدف وو .
د چارسدې ضلعې په هم دغه علاقه کې چې نن پکې پولیس موبایل په هدف شوی دی له دې وړاندې هم دغلته په پولیس او پولیو ټیمونو وژونکې حملې شوي دي .
د سرو تهاڼه قبايلي علاقې مومند ایجنسۍ سره نزدې په پوله پرته ده ، په دغه سیمه کې تېره ورځ هدفي عملیات هم ترسره شوي او پولیس ادعا کړې وه چې ۲۰ مشکوک کسان پکې نیول شوي وو .