لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سرو زرو بیعې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته ختلې دي



د روان کال د جنورۍ په وړومبۍ نیټه پاکستان کې د یوې تولې سرو زره بیعه 2 لکه، 19 زره اؤ 700 روپۍ او د 10 ګرامو سرو زرو بیعه 1 لک، 88 زره اؤ 357 روپۍ وه
د روان کال د جنورۍ په وړومبۍ نیټه پاکستان کې د یوې تولې سرو زره بیعه 2 لکه، 19 زره اؤ 700 روپۍ او د 10 ګرامو سرو زرو بیعه 1 لک، 88 زره اؤ 357 روپۍ وه

په نړیواله اؤ سیمه ییزه کچه د سرو زرو د بیعو لوړیدو سره په پاکستان کې هم د سرو زرو بیعې د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

د ډان نیوز د رپورټ تر مخه پاکستان کې د 10 ګرامه سرو زرو بیعه 1886 روپۍ اؤ د یوې تولې بیعه 2200 روپۍ ختلې ده.

د سرو زرو په نرخ کې ددې نوې اضافې سره اوس پاکستان کې یوه توله سره زر په 2 لکه 77 زره اؤ 200 روپۍ خرڅېږي اؤ د 10ګرامه سرو زرو بیعه 2 لکه 37 زره اؤ 654ؤ روپو ته رسېدلې ده.

رپورټ وایي په په نړیواله کچه د سرو زرو بیعه کې د یو اونس په سر 22 ډالر اضافه شوې اؤ ددې نرخ اوس 2675 ډالرو ته رسېدلی دی.

تر دې مخکې په 26م ستمبر د سرو زرو بیعې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وې اؤ یوه توله سره زر په پاکستان کې 2 لکه اؤ 77 زره روپۍ خرڅېدل په دغه مهال نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو بیعه په یو اونس کې 12 ډالر په بره تللې اؤ 2665 ډالر ته رسېدلې ده.

ډان ورځپاڼې پاکستان کې د زرګرانو د اتحادیې د مشر محمد ارشد له خولې ویلي تر څو چې د اسرایل اؤ غزې شخړه روانه وي تر هغې به په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو نرخونه د فشار د لاندې وي اؤ دا به ښکته پورته ځي.

د روان کال د جنورۍ په وړومبۍ نیټه پاکستان کې د یوې تولې سرو زره بیعه 2 لکه، 19 زره اؤ 700 روپۍ او د 10 ګرامو سرو زرو بیعه 1 لک، 88 زره اؤ 357 روپۍ وه.

همدا شان په دغه وخت نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو بیعه 2 زره اؤ 82 ډالر وه۔

د نړۍ په کچه د سرو زرو بیعې د لندن په بلین مارکیټ کې ټاکل کیږي چې دا په ټوله نړۍ کې د سرو زرو د کاروبار تر ټولو ستر مارکیټ یا پلیټ فارم دی اؤ د نړۍ د سرو زرو ستر کاروباریان د لندن د بلین مارکیټ سره تړلي .

څېړونکي وایي اوس دغه مارکیټ کې د سرو زرو نرخونه په بره روان دي نو ځکه یې اغېزې ټوله نړۍ کې د سرو زرو په مارکیټ کیږي اؤ د دې ترڅنګ منځني ختیځ کې تاوجن وضعیت هم د سرو زرو د بیعو د لوړ والي لامل شوی دی.

د پېښور د اندر شیر بازار د زرګرانو د اتحادیې غړي حاجي اسحاق خاتېره میاشت ډیوه ته ویلي وؤ، د سرو زرو د بیعو لوړوالي د دوي کاروبارونه ختمېدو ته راوستي دي اؤ اوس د سرو زرو اخستل د عامو خلکو په وس کې نه دي اؤ زیاتره خلک په ودونو ښادو کې مصنوعي کالي پتري استعمالوي.

نوموړی ویلي د سرو زرو بیعې چې لوړې شوي نو د دوي روزګار ورسره نزدې 90 فیصدي په ټپه شوی اؤ وایي اوس یوازې لویې سرمایه داران په سرو زرو کې خپله سرمایه بندوي اؤ له دغې لارې نه یوازې خپلې پیسې خوندي کوي بلکې ګټې هم ترلاسه کوي.

څېړونکي اؤ د سرو زرو کاروباریان وایي چې غزې کې د سیوا شوي تاو تریخوالي اؤ د امریکې د فیډرل ریزرو د سود په کچه کې د کمي له امله په نړیواله کچه د سرو زرو بیعې په بره تللي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG