لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټولې اى ټي ار الوتکې راکوزې،الوتنې معطل


سول ايوي ايشن اتهارټۍ دملي شرکت دټولو اى ټي ار الوتکو دتفصيلي کره کتنې يا شيک ډان معاينې پريکړه کړې ده.
سول ايوي ايشن اتهارټۍ دملي شرکت دټولو اى ټي ار الوتکو دتفصيلي کره کتنې يا شيک ډان معاينې پريکړه کړې ده.

دپاکستان ملي شرکت پي ايي اى د سول ايوي ايشن اتهارټۍ دامر مطابق ټولې لس واړه اى ټي ار الوتکې راکوزې کړيدي.

سول ايوي ايشن اتهارټۍ دملي شرکت دټولو اى ټي ار الوتکو دتفصيلي کره کتنې يا شيک ډان معاينې پريکړه کړې ده.

په ډاګه دې وي چې تيره اوونۍ دپاکستان دخېبرپښتونخوا چترال سيمې څخه اسلام اباد ته تلونکې اى ټي ار الوتکه دحويليا سره نزدې راغورځيدلې او تباه شوې وه چې پکې سواره ٤٢ مسافر او دعملې پينځه کسان مړه شوي وؤ.

ددغه پېښې څخه وروستو دپي ايي اى تر استعمال لاندې داى ټي ار الوتکو په اړه پوښتنې راولاړې شوي چې ايا دغه الوتکې ددې جوګه وې چې دمسافرو دالوتکو په توګه وکارولى شي.

شروع کې دپي ايي اى دانتظاميې لخوا ويل شوي چې دهغوي تر استعمال لاندې ټولې اى ټي اي الوتکې په تکنيکي توګه سمې او فعاله دي.

خو دبيلا بيلو حلقو لخوا داى ټي اي الوتکو لړ کې دتحفظاتو څخه وروستو دهيواد سول ايوي ايشن اتهارټۍ لخوا پريکړه شوې چې په عارضي توګه دې داى ټي ار الوتکو الوتنې معطل کړى شي ، ددغه پريکړې څخه وروستو ه دهيواد وړو هوايي اډو لپاره الوتنې اغيزمنې کيږي.

په ډاګه دې وي چې دغه الوتکې ګوادر، تربت، پنجګور،موهنجوداړو، ژوب، بهاولپور، ديره غازيخان، ډيره اسماعيل خان، چترال او ګلګت ته دسفر لپاره کارول کيږي.

دپيي ايي اى وينا ده چې دسول ايوي ايشن لخوا دالوتکو دکليئرنس څخه وروستو به داى ټي ار الوتنې پيل کولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG