د افغانستان د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار خصوصي سکتر حاجي فرید دسه شنبې په ورځ دخیبر پښتونخو په سرښار کې نامعلومو کسانو وژلی دی،
ددغه وژنې نه وروستو افغان حکومت سره اوس اوس د سولې بهیر ته ورګډ شوي سیاسي ګوند حزب اسلامي دپاکستان حکومت نه غوښتنه کړې ده چې په دغه هیواد کې باید د حزب اسلامي د غړو ژوند خوندي کړي.
دپیښور د پشتخرې د پولیسو یو تن مشر محمد عیسي وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي په حاجي فرید ډزې د پيښور تاج اباد سیمه کې شوي اؤ وژونکي یې په تیښته بریالي شوي دي.
د حاجي فرید چې خپل نوم یې نقیب الله ؤ دهغه زوئ عبدالله وایي پلار یې د سحر نمونځ دپاره له کوره وتلی ؤ اؤ وروستو هغوئ ته خبر ورکړی شو چې دنامعلومو موټر سائیلکل سورو وسله والو په ډزو وژل شوی.
هغه د خپل پلار د وژنې پړه په هیچا نه ده اچولې اؤ وایي کومه شخصي دښمني نه لري ځکه نو نه شي ویلی چې پلار یې چا وژلی خو د حزب اسلامي ګوند ویاند قریب الرحمان سعید بیا دحاجي فرید وژنه سیاسي ګرځولې اؤ وایي هغه د سولې د دښمنانو لخوا وژل شوي.
خو د حزب ویاند هم نه ده واضحه کړې چې د سولې د دښمنانو نه مراد یې څوک دي ؟
افغان دولت سره د سولې د تړون وروستو دحزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دافغان دولت په ضد په وسله وال مقاومت بوختو طالبانو باندې هم د وسلو غورځولو اؤ د سولې بهیر ته د ورګډیدو غږ کړی ؤ خو طالبانو د هغه غوښتنه رد کړې ده.
حاجي فرید دګلبدین حکمتیار د نزدې ملګرو څخه ؤ اؤ دهغه یوه لور هم د حزب اسلامي دمشر په زوئ صلاح الدین حکمتیار واده ده.
په ساسي چارو کې ښاغلي فرید د انجنئیر حکمتیار د خصوصي سکتر دنده په غاړه لرله.
دحزب اسلامي ویاند قریب الرحمان سعید له دغې وژنې وروستو دپاکستان دحکومت څخه غوښتنه کړې چې په پاکستان کې باید د حزب اسلامي د غړو امنیت ټینګ کړي
دپیښور پولیس وایي چې د حاجي فرید د قاتلانو معلومولو دپاره یې هڅې پیل کړي اؤ د نزدې لګیدلو پټو کیمرو په مرسته به ډیر زر دغه ژونکي د قانون په منګولو کې راشي.
د روان کال د اپریل په میاشت کې هم په پیښور کې د طالبانو یو مهم مشر مولوي محمد داود اؤ دهغه دوه ساتونکي د وسله والو په برید کې وژل شوي وؤ چې دهغه د وژنې پړه وروستو تندروه ډلې داعش په غاړه اخستې وه.
خو د حزب اسلامي د مشر حاجي فرید وژنه لا معمه ده.
دحزب اسلامي ګوند په مشر دا ټکونه هم کیږي چې په تیرو وختونو کې د پاکستان استخباراتي شبکې ایی ایس ایي ته زیات وفادار پاتې شوی خو دا مهال هغه افغان حکومت سره د سولې بهیر ته ورګډ شوی اؤ دجنګونو نه دلاس پسر کیدو اعلان یې کړی دی.
افغان حکومت په پاکستان تورونه لګوي چې د طالبانو اؤ نورو جنګیالو ډلو د لارې یې کابل کې دجنګونو بازار تود ساتلی اؤ په افغانستان یې یوه نااعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان دغه تورونه په سختۍ سره ردوي