لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف وایي پاکستان کې محکمې دپوځي امرانو په ضد پریکړي نه شي کولی


نوازشریف زیاته کړه دا عجیبه انصاف دی چې محکمې پخپلو پریکړو کې دچا اف شور کمپنۍ حلالې ګڼي اؤ دچا حرامې .
نوازشریف زیاته کړه دا عجیبه انصاف دی چې محکمې پخپلو پریکړو کې دچا اف شور کمپنۍ حلالې ګڼي اؤ دچا حرامې .

دپاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشریف ویلي یې دي پاکستان کې محکمه دخلکو په رائیو ټاکل شوی وزیراعظم خو دحکومت نه لرې کوي ولې داسې محکمه نه شته چې د پوځي امرانو په ضد هم پریکړې واوروي .

نوازشریف دپاکستان سترې محکمې دروان کال په ۲۸م جولایي دخپل امدن نه ښودلو په دوسیه کې نااهله کړی اؤ‌ د وزیراعظمۍ دڅوکۍ څخه یې کوز کړی ؤ.

ددوشنبې په ورځ لاهور کې دخپل ګوند یوې غونډې ته په وینا کې پخواني وزیراعظم نوازشریف ویلي دپخواني پوځي امر پرویز مشرف په حکم بلوچستان ایالت کې نواب اکبر بګټي وژل شوی چې دهغې مقدمه محکمه کې دپرویز مشرف په ضد روانه ده خو محکمې داوږدې مودې تیریدو باوجود ددغه پخواني پوځي امر په ضد پریکړه وانه ورؤل شوه.

خو نوازشریف وویل چې همدغه محکمه وه چې دخلکو په رائیو دټاکل شوي وزیراعظم (نوازشریف) په ضد یې دڅو ورځو دننه پریکړه واورؤله اؤ هغه یې دخپلې څوکۍ څخه لرې کړو.

نوازشریف وویل نن خو پاکستان کې محکمې دپرویز مشرف په ضد پریکړه نه شي کولی خو وخت به راروان دی چې همدا محکمې به دپوځي امرانو په ضد هم پریکړې ورکوي.

دبلوچستان پخوانی وزیراعلي اؤ ملت پاله بلوڅ سیاسي مشر نواب اکبر بگټي کال ٢٠٠٦ په بلوچستان صوبه کښي په پوځي عملياتو کښي وژل شوی ؤ چې ددغه عملیاتو امر دهاغه وخت پوځي صدر پرویر مشرف ورکړی ؤ.

هغه دسترې محکمې لخوا دخپلو پنګو نه ښودلو په دوسیه کې دخپل ستر سیاسي مخالف عمران خان د بېګناه ګرځولو پریکړه باندې هم نیوکې وکړې اؤ وئ هغه دمحکمې نیازبین دی ځکه یې ورته څه ونه ویل.

نوازشریف زیاته کړه دا عجیبه انصاف دی چې محکمې پخپلو پریکړو کې دچا اف شور کمپنۍ حلالې ګڼي اؤ دچا حرامې .

دکله راهسې چې سترې محکمې نوازشریف دخپلې څوکۍ نه لرې کړی دهغې راپدیخوا ښاغلی شریف پخپلو زیاتره ویناګانو کې دپاکستان په محکمو نیوکې کوي خو دپاکستان دسترې محکمې مشرقاضي ښاغلي ثاقب نثار تیره ورځ کراچۍ کې پخپله وینا کې ویلي وؤ چې دلیډرۍ شوق نه لري اؤ ټولې پریکړې دائین اؤ قانون په اساس په بې پلوه توګه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG