لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ګل خان" کال ۲۰۱۷م کې په سوشل میډیا دپښتنو تر ټولو ګرمه موضوع


دګل خان دفکر پلویانو بیا دخپل مخالف فکر دپاره د”ګل مرجان ”نوم غوره کړی ؤ
دګل خان دفکر پلویانو بیا دخپل مخالف فکر دپاره د”ګل مرجان ”نوم غوره کړی ؤ

په کال ۲۰۱۷م کې خو په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو هسې ډیر موضوعات یا خبرې ګرمې پاتې شوې وې خو یوه موضوع چې ټول کال پرې خلکو بحثونه کول هغه د “ګل خان “وه

ګل خان په تیر کال کې یو علامتي نوم یا اصطلاح په فیس بک مخې ته راغلې وه اؤ دغه نوم هاغه پښتنو دپاره کارؤل کیدو چې دتاریخي حقائقو په نظرانداز کولو یوازې په جذباتي انداز یې دپاکستان سره مینه ښکاره کوله.

خو دګل خان دفکر پلویانو بیا دخپل مخالف فکر دپاره د”ګل مرجان ”نوم غوره کړی ؤ .

ګل مرجان نوم وروستو له هغې په ټولنیزو رسنیو شهرت موندلی ؤ چې دافغانستان د اولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کې دعبدالله عبدالله دناکامۍ نتیجې اعلان شوې اؤ هغه یې دمنلو نه انکار وکړو.​

بیا به هر چا ویل “ګل مرجان یې نه مني"

په کال ۲۰۱۷م کې دګل خان اؤ ګل مرجان په حق اؤ مخالفت کې ډیر بحثونه هم په سوشل میډیا شوي وؤ .

چاکه په ګل خان پسې خندا کوله نو چا ددغه اصطلاح په کلکه مخالفت کولو.

لکه سارا احمدزئ په ټوئټر په ګل خان دطنز کولو په توګه خپل یو پوسټ کې لیکي

لائبه یوسفزئ یوه پښتنه خبریاله ده هغې پخپله یوه ویډیو کې دګل خان داصطلاح تشریح کړې وه اؤ دغه ویډیو هم خلکو ډیره زیاته پو ټولنیزو رسنیو خپره کړې وه

خو د ګل خان په موضوع کې په سوشل میډیا تر ټولو زیات جذبات دهاغه چا جذبات مجروح شوي وؤ دچا چې خپل نوم ګل خان ؤ اؤ په سوشل میډیا کې به یې دګل خان نوم دپیغور په توګه لیدلو.

دسوشل میډیا ډیرو فعالینو پخپلو پوسټونو کې دا خواستونه هم کړي وؤ چې باید خلک په غلطو معنو دګل خان نوم کارؤلو نه تیر شي خو دغو پوسټونو باندې زیات عمل نه دی ترسرګو شوی

دګل مرجان اصطلاح په کوزه پښتونخوا کې هم دسیاستدانانودپاره کارول شوې ده لکه دښاغلي طارق افغان دې ټوئټ کې چې دعمران خان دپاره دګل مرجان نوم کارول شو
ی

اوس په کال ۲۰۱۸ کې چې امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ پاکستان ته کوم ګواښونه کړي هم پکې دسوشل میډیا ځینو فعالینو د ګل خان اؤ ګل مرجان اصطلاحات مخې ته راوړي دي اؤ دا موضوع کیدی شي په نوي کال کې هم دسوشل میډیا تر ټولو ګرمه موضوع پاتې شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Recommended

XS
SM
MD
LG